د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا د نفتي محصولاتو په یو لوی شرکت انټرنټي‌ برید شوی 


د کلونیل پایپلاین شرکت وايي‌ چې پر دیو انټرنټي‌ برید شوی
د کلونیل پایپلاین شرکت وايي‌ چې پر دیو انټرنټي‌ برید شوی

د امریکا د تصفیه شویو محصولاتو تر ټولو ستر عملیاتي‌ شرکت «کلونیل پایپلاین» له هغه ورسته خپلې ټولې چارې ودرولې چې فکر یې وکړ انټرنټي برید پرې شوی دی.

دغه شرکت په یوې اعلامیې کې ویلي دي‌ چې دوی تېره ورځ جمعه مۍ اومه (غوايي ۱۷) پوه شول چې تر انټرنټي برید لاندې راغلي او وار له واره یې خپل سیستمونه بند کړل چې د برید مخه ونیول شي.‌

په دغه کار سره د دغه شرکت چارې بندې شوې او د معلوماتي تکنالوژۍ ځينې سیستمونه یې اغیزمن شوي ‌دي.

اعلامیه وايي چې دغه شرکت د فدرال ادارو اجرايي ځواک هم خبر کړی او د سایبري‌ امنیت یو شرکت سره یې تماس نیولی چې په دې اړه تحقیق وکړي.

رویټرز اژانس تېره ورځ راپور ورکړ چې‌ د «کلونیل» شرکت خپل د نفتو او تصفیې مهم لاینونه بند کړي دي.

دغه شرکت د ۵۵۰۰ کیلو میتر پایپلاین د سیستم له لارې د خلیج ساحل د تصفیې شرکتونه د امریکا د متحدو ایالتونو د جنوب او ختیځ له مارکیټونو سره نښلوي‌ چې د موټرو تیل، ډیزل، د جټ تیل او نور تصفیه شوي‌ محصولات انتقال کړي.

د شرکت اعلامیې کې ویل شوي‌ دي‌ چې د اوس لپاره د دوی ټول پام په دې دی چې په خوندي او اغیزناک ډول د شرکت کارونه بیا پیل او عادي کړي.

XS
SM
MD
LG