د لاس رسي وړ اتصالات

یو سړی چې ډاکټر نه و، خو د ۴۰۰ښځو نسایي معاینه یې کړې وه


د ایټالیا پولیسو نن د ډسمبر په ۱۷ (لیندۍ ۲۶) د یو سړي کور تالاشي کړ چې ځان یې نسایي ډاکتر معرفي کړی و او په سلګونو ښځې یې په آنلاین توګه نسایي معاینه کړې وې.

د ایټالیا په باري ښار کې پولیسو ددغه ۴۰کلن سړي له کور څخه څو موبایل ټیلفونونه او د کمپیوټري ذخیرې وسیلې یا (میموري کارتونه) وروسته له هغې ترلاسه کړل چې ددغو معایناتو څو قربانیانو له هغه څخه شکایت وکړ.

پر دې سړي تور دی چې د هغو ښځو سره یې اړیکه نیوله چې نسایي معاینات یې کړي وو او هغوی ته یې ویل چې په مختلفو ډولونو سره په نسایي تکلیفونو اخته شوي او باید آنلاین معاینات وکړي.

پولیسو وویل چې دغه کس لږ تر لږه۴۰۰ ښځې معاینه کړي دي.

یوې قرباني شوې میرمنې محلي ورځپاڼې ته وویل: "هغه ځان ډاکټر معرفي کړ. زما د زیږد د تاریخ او ځای په اړه یې معلومات درلودل او له ما څخه یې وپوښتل چې په وروستیو میاشتو کې مې نسایي معاینات کړي او که نه تو بیا یې ډیرې خصوصي پوښتنې وکړې او بیا یې له ما وغوښتل چې د ویدیویي تماس له لارې خپله تناسلي اله ورته وښایم."

هغې وویل چې دغه سړي ځان ډاکټر "لوشا" معرفي کړی و.

پولیس وایي چې پدې هکله پلټنې روانې دي، خو د هغه د نیولو او یا د قانوني تعقیب په هکله یې معلومات لا ندې ورکړي.

XS
SM
MD
LG