د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان مشهور سندر غاړی عبدالله مقری مړ شو


مشهور افغان سندر غاړی عبدالله مقری
مشهور افغان سندر غاړی عبدالله مقری

د افغانستان مشهور سندر غاړی او شاعر عبدالله مقري د کویډ-۱۹ ناروغۍ له امله مړ شو.

د هغه زوی میر خان په خپلې فیسبوک پاڼې لیکلي چې پلار یې نن یکشنبه جون ۲۰ (غبرګولی۳۰) د کرونا ویروس له امله سا ورکړې ده.

تېره اونۍ ځینو رسنیو د عبدالله مقري د مړینې خبر د حکومت د دوه لوړپوړو چارواکو پر حواله خپور کړ خو ورسته ښکاره شوه چې ښاغلی مقري د روغتون په عاجله برخه کې ژوندی دی.

عبدالله مقري د عبیدالله مقري زوی و چې د غزني ولایت په مقر ولایت کې زېږېدلی دی.

  • د مقري هنري فعالیت

عبدالله مقري تر ډېره حماسي یا د وطن په یاد سندرې ویلي. تر ټوله مشهوره یې (دا د ازادۍ خاوره دا جګو غرو وطن) ترانه ده چې ښايي لږ شمېر افغانانو نه یې زمزمه کړې.

د مقري د مړینې مخکې بل مشهور افغان سندرغاړي فرهاد دریا مقري ته د اصیلې افغاني موسیقۍ میراث لروونکی ویلي دي.

هغه زیاته کړې: "د ښکلو ترانو ویونکي ته، د دردونو سندرو ویونکي ته، د وطن خدمتګار او د اصیلې افغاني موسیقۍ میراث لروونکي ته دعا وکړئ."

د لویو شخصتونو سربېره په خواله رسینو کې عامو خلکو هم د مقري مړینې په اړه خواشینې ښودلې ده.

ولسمشر محمد اشرف غني د عبدالله مقري د مړینې په اړه خواشیني ښودلې او د هغه مړینه یې د افغاني هنر او مسیقۍ لپاره لویه ضایعه بللې ده.

له ارګ څخه په خبره شوې اعلامیه کې د ښاغلي غني له قوله ویل شوي: "په هنري، سندریز او خواږه انداز خلک د وطن ابادۍ، یووالي او سوله ییز ژوند ته وهڅول. له ژوند، وطن او هنر سره مینه او د وطنپالنې عالي روحیه او پیغامونه یې د افغانستان تر هرې سیمې، کور اوخپلو مینه والو ورسول، مړینه یې د افغاني هنر او موسیقۍلپاره لویه ضایعه ده."

په وروستۍ میاشتې کې د کرونا درېمې څپې افغانستان کې ګڼ کسان مړه کړي دي.

د هنرمندانو نیولې د حکومت چارواکو، د ولسي جرګې غړي، د معارف برخې کې نوموتي استادان او داسې نور پکې شامل دي.

د کرونا له امله د ولسي جرګې د غړي مړینه

په ولسي جرګه کې د کابل ولایت د خلکو استازی سید محمد محمدي د کرونا ناروغۍ له امله مړ شو.

د افغانستان د جمهوري ریاست او په پارلماني چارو کې د دولت وزارت د نوموړي د مړینې په اړه خواشیني ښودلې او هغه یې لویه ضایعه بللې ده.

دا لومړی ځل دی چې د افغانستان د ولسي جرګې یو غړی د کرونا ویروس له امله ساه ورکوي.

XS
SM
MD
LG