د لاس رسي وړ اتصالات

خیبر پښتونخوا سره د قبایلي سیمو انضمام په قبایلو وتپل شو


د پاکستان پخوانی ډیپلوماټ او د سیاسي چارو کارپوه محمد ایاز وزیر
د پاکستان پخوانی ډیپلوماټ او د سیاسي چارو کارپوه محمد ایاز وزیر

د پاکستان پخوانی ډیپلوماټ او د سیاسي چارو کارپوه محمد ایاز وزیر واېې چې د قبایلې سیمو یا فاټا د خیبر پښتونخوا صوبي سره د یو ځاي کیدو په هکله د قبایلو څخه چا پوښتنه ونه کړه چې هغوې څه غواړې او دا پریکړه پرې وتپل شوه.

ښاغلی وزیر وايي،دا خبره هم سمه نه ده چې په پاکستان کې د پښتون ژغورنې غورځنگ چې کوم پاڅون پیل کړی له هغی د وجې حکومت مجبور شو چې په چټکۍ دغه اصلاحات عملې کړې.

ایاز وزیر واېې، د پاکستان حکومت ته پکار وه چې د دیني، قانوني، جمهوري او اخلاقي اصولو له مخې یې د قبایلو نه پوښتنه کړې وای. د ښاغلي وزیر په وینا په قبایلي سیمو کې د قانون نه شتون له وجې به قبایل ښایي مجبور شي چې راپاڅي او خپل حق وغواړي.

ایاز وزیر د ١٩٩٧ کال څخه تر ٢٠٠٠ کاله پوري د پاکستان د بهرنیو چار په وزارت کې ډاریکټر جنرال و

له ایاز وزیر سره د امریکا غږ د خبریال خلیل خان مرکه دلته اوریدلئ شئ

please wait

No media source currently available

0:00 0:11:54 0:00

XS
SM
MD
LG