د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان کې یو پلار خپله نوې زېږدلې لور وژلې چې ولې هلک نه دی 


تصویر د دغې پېښې نه دی
تصویر د دغې پېښې نه دی

د پاکستان په لاهور کې پولیس چارواکي وايي هغه پلار یې نیولی دی چې خپله نوې اووه ورځنۍ لور یې پنځه ډزې وېشتلې او وژلې ده.

دا پېښه د یکشنبې په ورځ په «میانوالې» کې شوې وه، خو پلار چې شاهزیب خان نومېږي تېره شپه مارچ نهمه (سلواغه ۱۸) ونیول شو.

شاهزیب خان غوښتل چې اول اولاد یې هلک وي، خو هغه نجلۍ وه. د وژل شوې ماشومې نوم جنت فاطمه ښودل شوې.

په دغې مردسالارۍ ټولنې کې دا فکر حاکم دی چې هلک کورنۍ ته د ګټې وټې ښه منبع وي او بر عکس نجلۍ نه وي.

د میانوالې د پولیسو ویاند ضرار خان د فرانسې خبري اژانس ته وویل: «خلک وايي چې پلار له څو ورځو راهېسې همدا شکایت کاوه چې ده خو هلک غوښته، ولې نجلۍ وشوه. ډېر په غوسه و. د هغې ښځې هم دا خبره منلې ده چې مېړه یې د نجلۍ په پیدا کېدو ډېر غوسه و.»

په پاکستان کې دا پېښه داسې مهال کېږي‌ چې یوه میاشت مخکې یوه بله ښځه په داسې حال کې روغتون ته انتقال شوه چې په سر کې یې میخ ټک وهل شوی و. یو ګوډګر او تعویذګر ویلي وو چې په دې کار سره به دا ښځه هلک زېږوي، خو دا مېرمن، چې درې لورګانې لري، په څلورمې هم میندواره وه.

XS
SM
MD
LG