د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا د محرمو استخباراتي معلوماتو افشا کوونکی مشکوک سرتیری نیولی


د فدرالي تحقیقاتو ادارې ویلي چې د هوایي ځواکونو دا غړی یې د هغه په کور کې نیولی.
د فدرالي تحقیقاتو ادارې ویلي چې د هوایي ځواکونو دا غړی یې د هغه په کور کې نیولی.

د متحده ایالاتو لوی څارنوال پنجشنبه اپریل ۱۳ (وري ۲۴) وویل د هوایي ځواکونو د ملي ګارډ یو غړی پدې شک نیول شوی چې سلګونه پاڼې نظامي استخباراتي محرم معلومات یې افشا کړي.

مریک ګارلنډ په خبري کنفرانس کې وویل چې د شک لاندې سرتیری ۲۱ کلن دی او جیک ډوګلاس ټیکسیریا نومیږي.

د فدرالي تحقیقاتو ادارې (ایف بي آی) په اعلامیې کې ویل شوي چې افشا کوونکي سرتیري د ماسیچوسیټ ایالت د ملي هوایي ګارډ د استخباراتو په څانګې کې کار کاوه او د یو کور څخه پرته لدې چې کومه پیښه وشي ونیول شو.

ټاکل شوې چې د هوایي ځواکونو د ملي ګارډ دا سرتیری په مسیچوسیټ کې محکمې ته حاضر شي چې ابتدایي معلومات ترې واخیستل شي.

دا ښایي په تیرې یوې لسیزې کې د نظامي استخباراتي معلوماتو تر ټولو جدي افشا کیدل وي خو جمهور رئیس جو بایډن چې په درې ورځني رسمي سفر آیرلنډ ته تللی وایي چې پدې هکله ډیره اندیښنه نلري او زیاته یې کړه چې پلټنې دیته نږدې شوې چې د افشا کولو سرچینه معلومه کړي.

ښاغلي بایډن پدې هکله خبریالانو ته وویل، " تاسو پوهیږئ چې د استخباراتي ادارو او عدلیې وزارت بشپړې پلټنې روانې دي او هغوي نږدې شوې خو زه کوم ځواب نلرم".

دا د تیري یوي اوونۍ راپدیخوا چې د دې استخباراتي معلوماتو د افشا کیدو خبر خپور شوی لومړی ځل دی چې ښاغلی بایډن یې په هکله تبصره کوي.

په عین حال کې د نیویارک ټایمز ورځپاڼې هم پنجشنبې په یو راپور کې ویلي چې د هوایي ځواکونو د ملي ګارډ یو سرتیری چې ۲۱ کاله عمر لري د هغه بنډار مشري یې کوله چې په انټرنیټ کې یې ساعت تیري کوله او دا استخباراتي معلومات پکې خپاره شوي و.

سره لدې چې د متحده ایالاتو حکومت تر اوسه په "لوړه کچه د افشا شویو نظامي استخباراتو معلوماتو" په هکله ډیر جزیات ندي ورکړي خو په مطبوعاتو کې ویل شوي چې پدې اسنادو کې د اوکراین د پوځ په هکله معلومات هم شامل دي.

د متحده ایالاتو د دفاع وزرات یا پنټاګان یو ویاند بیا د تیرې دوشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل چې افشا شوي استخباراتي معلومات د متحده ایالاتو ملي امنیت ته جدي خطر پیښوي.

په دغو اسنادو کې اکثریت د اوکراین د جګړې په اړه دي، په یو لړ اسنادو کې د دغه هېواد د هوايي دفاع په اړه معلومات ورکړل شوي او په بل سند کې بیا د اوکراین د پوځ د غښتلي کولو په اړه د نړیوالو هڅو معلومات دي.

ځینې داسې اسناد هم شته چې د متحدو ایالتونو له لوري په خپلو ایتلافیانو باندې څار کولو ته اشاره کوي، په یو سند کې ویل شوي چې د اسرائیل استخباراتي اداره «موساد» د دغه هېواد د لانجمنې عدلي اصلاح د پلان په ضد د داخلي مظاهرو ننګه کوي.

د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په یو راپور کې چې چارشنبه اپریل ۱۲ خپور شوی د هغې ډلې د یو غړي لخوا چې دا معلومات یې په انټرنیټ کې خپاره کړي ویل شوي چې افشا کوونکی د متحده ایالاتو د حکومت سره دښمني نلري خو البته دا یې ویلي چې د متحده ایالات د قانون تطبیق ادارې او استخباراتي ټولنه خپل اتباع ځپي او د هغوي څخه معلومات پټوي.

د آنلاین بنډار دې غړي ویلي چې افشا کوونکي په لومړي سر کې په ټایپ لیکل شوي استخباراتي راپورونه شریک کړل خو وروسته یې د اسنادو د عکسونو شریکول پیل کړل.

XS
SM
MD
LG