د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا وايي د حساسو اسنادو افشا کېدل جدي امنیتي خطر لري 


د پنټګان یوه ډله کار کوي چې معلومه کړي دا اسناد رښتیني دي که نه
د پنټګان یوه ډله کار کوي چې معلومه کړي دا اسناد رښتیني دي که نه

د امریکا د دفاع وزارت نن دوشنبه اپریل لسمه (وري۲۱) وویل چې د متحدو ایالتونو د حساسو اسنادو بربنډېدل، چې اکثریت یې د اوکراین د جګړې په اړه دي، د امریکا ملي امنیت ته «ډېر جدي» خطر پېښوي.

د امریکا د عدلیې وزارت د اسنادو د افشا کېدو په اړه پلټنه کوي، داسې ښکاري چې په دغو اسنادو کې د اوکراین د جګړې تر څنګ د متحدو ایالتونو د ایتلافیانو په اړه هم معلومات شامل دي.

په دې وروستیو ورځو کې سلګونه دا ډول اسناد په ټیلیګرام، ټویټر او ځینو نورو دا ډول ټولنیزو رسنیو کې خپاره شوي دي.

په عامه اړیکو کې د امریکا د دفاع د وزیر مرستیال کریس میګر پرته له دې چې دا اسناد تائید کړي وویل چې په ټولنیزو رسنیو کې افشا شوي اسناد «ملي امنیت ته جدي خطر پېښوي او دا ظرفیت لري چې ناسم معلومات خپاره» کړي.

میګر خبریالانو ته وویل: «موږ تحقیقات کوو چې دا څنګه پېښ شول او د دې مسئلې اندازه هم څېړو. ځینې ګامونه دې چې باید واخیستل شي او ښه وکتل شي چې دا ډول معلومات څنګه وېشل کېږي او چاته خپرېږي.»

اکثریت دا خپاره شوي اسناد اوس لېرې کړل شوي دي او متحده ایالتونه لګیا دی چې نور یې هم لېرې کړي. د دفاع وزارت دغه مرستیال وویل چې د اپریل تر شپږمې نېټې پورې، چې نیویارک ټایمز په دې مسئلې راپور خپور کړ، د دفاع وزیر ته په دې اړه معلومات ورکړل شوي نه وو.

د سپینې ماڼۍ ویاند جان کربي وویل چې ولسمشر جوبایډن ته تېره اوونۍ په دې اړه معلومات ورکړل شوي وو، خو دقیق یې ونه ویل چې په کومه ورځ.

په دغو اسنادو کې اکثریت د اوکراین د جګړې په اړه دي، په یو لړ اسنادو کې د دغه هېواد د هوايي دفاع په اړه معلومات ورکړل شوي او په بل سند کې بیا د اوکراین د پوځ د غښتلي کولو په اړه د نړیوالو هڅو معلومات دي.

ځینې داسې اسناد هم شته چې د متحدو ایالتونو له لوري په خپلو ایتلافیانو باندې څار کولو ته اشاره کوي، په یو سند کې ویل شوي چې د اسرائیل استخباراتي اداره «موساد» د دغه هېواد د لانجمنې عدلي اصلاح د پلان په ضد د داخلي مظاهرو ننګه کوي.

د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې د دغې قضیې په اړه د خپلو ایتلافیانو سره په تماس کې دي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویدانت پټیل خبریالانو ته وویل چې هغوی « په دې اړه په لوړه کچه له خپلو ایتلافیانو او شریکانو سره په تماس کې دي، په دې کې د استخباراتي معلوماتو د ساتلو په اړه زموږ د تعهد او د شراکت د مصونیت په اړه زموږ د ظرفیت په اړه اطمینان ورکول» هم شامل دي.

د دفاع وزارت ویلي دي چې د ګانګرس اړوندو کمېټو ته هم په دې اړه معلومات ورکړل شوي دي. د دفاع وزارت مرستیال میګر وویل چې د پنټګان یوه ډله کار کوي چې معلومه کړي دا اسناد رښتیني دي که نه، خو دا یې یاده کړه چې په رسنیو کې خپاره شوي اسناد حساس معلومات ښکاره کوي.

هغه وویل: «تصویرونه ښکاره کوي چې دا اسناد د هغو اسنادو بڼې ته ورته دي چې زموږ لوړ پوړیو مقاماتو ته د اوکراین او روسیې اړوندو عملیاتو او نورو استخباراتو په اړه د ورځنیو تازه معلوماتو ورکولو لپاره کارول کېږي.»

په اسنادو کې یو داسې سند هم شته چې ښکاري بدل شوی ، په دغه سند کې ویل شوي چې د روسیې په جګړې کې د روسيې ځواکونو په پرتله د اوکراین ډېر سرتېري وژل شوي دي، خو د سند اصلي بڼه بیا برعکس خبره کوي.

کربي وویل چې د امریکا حکومت اندېښنه لري چې ممکن دا ډول نور اسناد هم خپاره شي. هغه وویل: «نپوهېږو چې د د کار مسول څوک دی. دا هم نپوهېږو چې هغوی به دا ډول نور معلومات هم لري چې خپاره یې کړي. ایا دا موږ ته د اندېښنې وړ مسئله ده. ستاسو خبره سمه ده، هو ده. »

د اوکراین د جمهوري ریاست یو مقام د جمعې په ورځ وویل چې په دې اسنادو کې «ډیر زیات اطلاعات جعلي» دي.

XS
SM
MD
LG