د لاس رسي وړ اتصالات

د افغان حکومت نوې طرحه؛ د امنیت ټینګول که د ملېشو جوړول


عکس (ارشیف)
عکس (ارشیف)

د افغانستان د ولسي جرګې یو شمیر غړي ادعا کوي چې د افغان حکومت د امنیتي تړون د طرحې عملي کول د ملېشو د جوړولو لامل کېږي، خو د افغانستان جمهوري ریاست دغه ادعا ردوي.

افغان حکومت د روان لمریز کال د چنګاښ په ۲۴مه په افغانستان کې د امنیتي تړون د طرحې د عملي کولو د اعلان پر مهال وویل چې دا طرحه د امنیت د ښه‌والي او په دې برخه کې د خلکو د ګډون لپاره جوړه شوې ده.

د دې طرحې له طبیق څو میاشتې وروسته د افغانستان د ولسي جرګې یو شمیر وکیلانو ادعا کړې چې افغان حکومت غواړي د دې طرحې په چوکاټ ملېشې جوړې کړي.

د دغې جرګې یو غړي عارف رحماني امریکا غږ ته وویل د امنیتي تړون د عملي کولو په چوکاټ کې حکومت له خلکو او سیمه‌يیزو ځواکونو څخه په استفادې کولی شي چې د تروریستانو پر ضد د جنګ جبهه پیاوړې کړي.

افغان حکومت له دې وړاندې هم د خپلو وسله‌والو مخالفینو د ځپلو لپاره د ولسي پاڅون‌کوونکو، سیمه‌ييزو پولیسو او سیمه‌ییزې اردو په نوم پروګرامونه په افغانستان کې تطبیق کړي چې په ځینو مواردو کې یې په اړه انتقادونه شوي دي.

په دغو ځواکونو باندې په یو شمیر سیمو کې د باج اخیستنې، وسله‌والو غلاو او د مسافرو د برمته کولو تورونه پورې شوي.

د افغانستان د ولسي جرګې رئيس میر رحمان رحماني د دوشنبې په ورځ په عمومي غونډه کې ویلي: "د امنیتي تړون طرحه چې په دې وروستیو کې د حکومت له خوا جوړه شوې د خلکو او سیاستوالو جدي اندېښنې راپارولي دي، ځکه چې دا طرحه په هېواد کې د ملیشو جوړول رامنځ ته او پیاوړې کوي. په داسې حال کې چې د افغانستان خلک د ملیشو له جوړولو څخه ښه خاطره نه لري".

د امنیتي تړون دغه طرح د افغانستان د دفاع او کورنیو چارو وزراتونو او د ملي امنیت ریاست له خوا په ګډه جوړه شوې ده.

د افغانستان د جمهوري ریاست ویاند صدیق صدیقي د دوشنبې په ورځ په یو کنفرانس کې د ولسي جرګې دا څرګندونې غیرعادلانه وبللې او د حکومت د امنیتي تړون پروګرام په اړه د هغوی ادعاوې یې په کلکه رد کړې.

هغه زیاته کړه: "دغه مطلق ردوو چې حکومت دې ملېشې جوړې کړي، هیڅ ضرورت نشته دې ته، زموږ انتقاد هم په پارلمان دا دی چې دوی ولې دغو شایعاتو ته غوږ نیسي".

د جمهوري ریاست ویاند ټینګار وکړ چې د حکومت د امنیتي تړون پروګرام جلا تشکیلات، بودجه او تجهیزات نه لري، بلکې د امنیت د خوندیتوب لپاره د دغه پروګرام له لارې د خلکو په همکارۍ امنیتي اقدامات ترسره کېږي.

د افغانستان د جمهوري ریاست لومړي مرستیال امرالله صالح هم په خپل فیسبوک‌پاڼه کې ویلي چې د امنیتي تړون په چوکاټ په چا وسلې نه ویشل کېږي او نه هم قومي یا ملیشه‌يي تشکیلات جوړېږي.

XS
SM
MD
LG