د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې د ښځینه خبریالانو پر خوندیتوب د رسنیو د ملاتړ بنسټونو ټینګار


د ښځینه خبریالانو د ملاتړ مرکز همدا شان له امنیتي بنسټونو څخه غوښتي چې امنیتي ګواښونو ته په پاملرنې له ښځینه خبریالانو سره مسلکي او مسوولانه چلند ولري
د ښځینه خبریالانو د ملاتړ مرکز همدا شان له امنیتي بنسټونو څخه غوښتي چې امنیتي ګواښونو ته په پاملرنې له ښځینه خبریالانو سره مسلکي او مسوولانه چلند ولري

د ښځینه خبریالانو د ملاتړ مرکز د افغانستان له حکومت څخه غوښتي چې د ښځینه خبریالانو د وژنې اړوند قضیې په شفافه توګه وڅیړي او عاملینو ته یې سزا ورکړي.

د ښځینه خبریالانو د ملاتړ مرکز د دوشنبې په ورځ د اپریل په ۱۲ (وري ۲۳) د بې‌پولې خبریالانو د سازمان (RSF) په همکارۍ د (ښځینه خبریالانو فزیکي او رواني امنیت یا خوندیتوب) په نوم یو ورځني سیمینار کې د څلور ماده ‌ییزه پریکړه لیک په صادرولو سره ویلي چې په افغانستان کې ښځینه خبریالاني له امنیتي، فزیکي او رواني ګواښونو سره لاس او ګرېوان دي.

دغه مرکز د ښځینه خبریالانو په وړاندې د موجودو ګواښونو په اړه اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي: "د ښځینه خبریالانو د وژنې عاملین باید وپیژندل شي او د اعمالو په سزا ورسول شي. د ښځینه خبریالانو په وړاندې د تاوتریخوالي موارد باید په جدي او راڼه ډول تعقیب او د قانون مطابق لازم اقدامات وشي".

د ښځینه خبریالانو د ملاتړ مرکز همدا شان له امنیتي بنسټونو څخه غوښتي چې امنیتي ګواښونو ته په پاملرنې له ښځینه خبریالانو سره مسلکي او مسوولانه چلند ولري او اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کې د پیښې په سیمه کې ښځینه خبریالانې له محدودیت سره مخ نه کړي.

دا اندېښنې وروسته له هغې مطرح کېږي چې په دې وروستیو کې پر افغان خبریالانو او د رسنیو په کارکوونکو باندې د هدفي بریدونو کچه بې ‌سارې لوړه شوې ده.

د دغو بریدونو په لړ کې څه باندې یوه میاشت مخکې په جلال اباد کې وسله والو د انعکاس ټلویزیون درې ښځينه کارکوونکې وژلې وې چې داعش ډلې یې مسولیت منلی و.

د ښځینه خبریالانو د ملاتړ ادارې دغه راز د جګړې له ښکېلو خواو غوښتي چې په خبریالانو د بریدونو لړۍ ودروي "د خبریالانو حقونو او بې پلوۍ ته دې درناوی ولري او د دوی ژوند دې له خطر سره نه مخامخ کوي. د جګړې نړیوال اصول دې رعایت کړي او د خبریالانو په وړاندې دې له تاوتریخوالي چې د ملکي خلکو له ډلې دي ، لاس واخلي".

همداشان دغه مرکز په رسنیو کې د ښځینه خبریالانو په ګومارنې ټینګار کړی او ویلي یې دي چې رسنۍ او اړوند بنسټونه دې د ښځینه خبریالانو حق ، کاري او رواني خوندیتوب ته پاملرنه وکړي او ورته سالم او خوندي کاري چاپیریال برابر کړي.

د ښځینه خبریالانو د خوندیتوب مرکز له نړیوالې ټولنې او د بشري حقونو له ملاتړ بنسټونو څخه هم غوښتي چې په افغانستان کې د ښځینه خبریالانو د حقونو په برخه کې "بې پروایي" ونه کړي او د ټولنې دغه "زیان منونکې" برخې ته د همکارۍ لاس ورکړي.

XS
SM
MD
LG