د لاس رسي وړ اتصالات

د امنیت شورا افغانستان کې د هدفي‌ وژنو د بندیدو غوښتنه وکړه 


څو ورځې مخکې په جلال اباد کې وسله والو د انعکاس درې ښځینه کارکوونکې ترور کړې
څو ورځې مخکې په جلال اباد کې وسله والو د انعکاس درې ښځینه کارکوونکې ترور کړې

د ملګرو ملتونو امنیت شورا په افغانستان کې هدفي وژنې په سختو ټکو وغندلې او دبندولو غوښتنه یې وکړه.

د امنیت شورا د جمعې په ورځ مارچ ۱۲( کب۲۲) په یوې اعلامې ویلي چې په دغو بې رحمه بریدونو کې د ښځو په ګډون ملکي مامورین، د قضايي څانګي غړي، مطبوعاتو کارکوونکي، روغتیا پالان او د بشري حقونو مدافعان په نښه کیږي.

د امنیت شورا د دغو مخ پر زیاتېدونکو بریدونو په اړه خواشیني‌ښودلې، د سملاسي بندولو غوښتنه یې کړې ده او محکمې ته د عاملانو د کشولو غږ کړی دی.‌

خو په اعلامیې کې ویل شوي ‌نه دي ‌چې د دغو بریدونو عاملان څوک دي.

تر دې مخکې افغان حکومت، په افغانستان کې د امریکا سفارت او بهرنیو ځواکونو وسله وال طالبان تورن کړي ‌وو چې دا بریدونه کوي، خو هغوی دا خبره رد کړې ده.

د امنیت شورا په افغانستان کې له ښکېلو غاړو غوښتي چې نړیوالو قوانینو ته درناوی وکړي چې د ولسي خلکو مصونیت هم په کې شامل دی.

اعلامیه وايي د ولسي خلکو قصدي ‌وژل ښايي جنګي جنایت وبلل شي.

دوی همدغه راز ټېنګار کړی دی چې په افغانستان کې تلپاتې سوله د افغانانو په مشرۍ او د افغانانو له لوري د همه شمول او هر اړخیزو خبرو له لارې راتلای شي.

د امنیت شورا د سولې په خبرو کې د ښځو په شراکت هم تاکید کړی دی.

د امریکا متحده ایالتونه، برتانیا، روسیه، چین او فرانسه د امنیت د شورا دایمي‌ غړي‌دي. هند او ځینې نور هېوادونه یې غیر دایمي‌ غړي‌ دي.

د امنیت شورا داسې مهال په افغانستان کې په هدفي‌وژنو اندېښنه ښودلې ده چې په تېرو څو میاشتو کې لسګونه، خبریالان، ملکی مامورین، د بشري حقونو فعالان او نور ترور شوي دي.

څو ورځې مخکې په جلال اباد کې وسله والو د انعکاس تلویزون درې ښځينه کار کوونکې ووژلې.

XS
SM
MD
LG