د لاس رسي وړ اتصالات

آی اف جی افغان حکومت ته: د ښځینه خبریالانو امنیت ټېنګ کړئ


د خبریالانو په وړاندې د تاوتریخوالي په تازه پېښه کې روان میاشت په ننګرهار کې د انعکاس خصوصي تلوېزیون درې ښځینه کار کوونکې ووژل شوې.
د خبریالانو په وړاندې د تاوتریخوالي په تازه پېښه کې روان میاشت په ننګرهار کې د انعکاس خصوصي تلوېزیون درې ښځینه کار کوونکې ووژل شوې.

له خبریالانو څخه د ملاتړ نړیوالو بنسټونو په افغانستان کې د خبریالانو په وړاندې د تاوتریخوالي زیاتوالي په اړه اندېښنه ښودلې او زیاتوي چې په دغه هیواد کې له رسنیو څخه د ښځینه کار کوونکو وتل دوام لري.

د خبریالانو نړیوال فدارسیون په دې وروستیو کې د امنیتي ګواښونو له امله له رسنیو څخه د ۳۰۰ افغان ښځینه کار کوونکو د وتلو په اړه راپور خپرېدو ته په اشاره ویلي چې دغه هیواد کې د ښځینه خبریالانو سره د تاوتریخوالي څپې ته سخت اندېښمن دي.

دغه نړیوال فدراسیون همدارنګه زیاته کړې چې په افغان رسنیو کې پاتې ښځینه کار کوونکي د هغوی د امنیت نیولو په اړه د جدي اقداماتو غوښتونکي دي.

د خبریالانو د نړیوال فدراسیون عمومي منشي انتوني بلانګر ویلي: "افغان حکومت باید د خبریالانو د امنیت خوندیتوب برخه کې چې هره ورځ یې ځان خطر کی دی هڅې زیاتې کړي."

دغه فدارسیون همدارنګه ویلي چې په افغانستان کې د رسنیو مسؤلینو ورته ویلي چې د امنیتي ګواښونو له امله نشي کولای خبریالان او نوي ښځینه کار کوونکي د دندې لپاره ونیسي.

پر همدې مهال په افغانستان کې د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې هم یو ځل بیا له رسنیو څخه د ښځینه کار کوونکو پر وتلو اندېښنه ښودلې او زیاتوي چې حکومت باید په رسنیو کې د ښځینه کار کوونکو د امنیت په اړه لازم اقدامات وکړي.

دغه کمېټې پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې په افغان رسنیو کې د ښځینه کار کوونکو د کموالي په اړه تر بل هر وخت اندېښنه لري.

د دغې کمېټې د وروستي راپور په اساس د ۱۳۹۹ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د هیواد په رسنیو کې ۱۶۷۸ ښځینه کار کوونکو دنده لرله، خو اوس یې شمېر۱۳۷۷ تنو ته کم شوی.

بلخوا په افغانستان کې له ازادو رسنیو څخه د ملاتړ بنسټ یا نۍ پخپل یو تازه راپول کې ویلي چې د نا امنیو او هدفي بریدونو تر زیاتېدو وروسته څه کم ۵۰ خبریالان له هیواد څخه وتلي دي چې ۱۵ ښځې او نجونې دي.

د نۍ د معلوماتو په اساس په تیر یوه کال کې ۱۱ افغان خبریالان او د رسنیو کار کوونکي وژل شوي چې ۴۰ سلنه یې ښځې تشکیلوي.

د خبریالانو په وړاندې د تاوتریخوالي په تازه پېښه کې روان میاشت په ننګرهار کې د انعکاس خصوصي تلوېزیون درې ښځینه کار کوونکې ووژل شوې.

XS
SM
MD
LG