د لاس رسي وړ اتصالات

د نیویارک په ښار کې ډزې شوې او څو تنه ټپیان شوي


پولیسو د پېښې ځای بند کړی
پولیسو د پېښې ځای بند کړی

د نیویارک ښار د ځمکې لاندې میترو سیستم کې په ډزو کې لږ تر لږه ۱۳ تنه ټپیان شوي او ددې ایالت مقاماتو ویلي چې د ډزو په ځای کې یې چاودیدونکي توکي هم موندلي دي.

امریکایي رسنیو رپوټ ورکړی چې دغه پیښه د سه شنبې په سهار اپریل ۱۲ (وري ۲۳) د ګڼې ګوڼې په وخت کې د نیویارک ښار د ځمکې لاندې ۳۶م سړک کې د بروکلین په سیمه کې شوې ده.

تر اوسه اعلان شوې شمیرې ابتدایي دي او د ټپي شویو کسانو دقیقه شمیره لا نده څرګنده.

د نیویارک ښار د پولیسو مشر د روتیرز اژانس ته ویلي دي چې مسولین د پیښې په څیړلو بوخت دي، خو هغه هم د مرګ ژوبلې کره شمیره وړاندې نکړه.

د نیویارک ښار د پولیسو ادارې خلکو ته خبرداری ورکړی چې د پیښې ځای ته نژدې نشي. د نیویارک ښار د سیلانیانو ځېنې ځایونه او د پیښې ځای ته نژدې ځېنې سوداګرۍ تړل شړي دي.

هغه ویدیوګانې چې په ټولنیزو رسنیو کې خپرې شوې زیات شمیر پولیس او امبولانسونه، د بیړنیو چارو د ادارې وسایط او د اوروژنې موټرې د بروکلین په سیمه کې تر سترګو کیږي.

په یوه بله ویدیو کې څو تنه لیدل کیږي چې لباسونه یې په وینو لړلي دي.

تر اوسه ددغې پیښې د رامنځته کیدو انګیزه څرګنده نده او مسولینو ددې پیښې د ماهیت په اړه تبصره نده کړې.

XS
SM
MD
LG