د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې سږ کال د پولیو پنځمه پيښه ثبت شوه


د پولیو پنځمه مثبته پیښه د کندهار ولایت په شاه ولي‌کوټ ولسوالۍ کې ثبت شوې ده.
د پولیو پنځمه مثبته پیښه د کندهار ولایت په شاه ولي‌کوټ ولسوالۍ کې ثبت شوې ده.

روغتیايي چارواکي وايي، د کندهار ولایت په شاولي‌کوټ ولسوالۍ کې د پولیو د وروستۍ پیښې په رامنځ ته کیدو سره، سږ عیسوي کال په افغانستان کې د پولیو د مثبتو پيښو شمېر پنځو ته ورسید.

د کندهار ولایت روغتیايي مسؤلین وایي، د دغه ولایت په شاه ولي‌‌کوټ ولسوالۍ کې له تیرو دریو میاشتو راهیسې د امنیتي ستونزو له امله ماشومانو ته د پولیو واکسین نه دی تطبیق شوی.

د کندهار د کتلوي معافیت رئیس ډاکټر عبدالرشید الکوزي امریکا غږ آشنا ته وویل، پولیو وهلې ماشومه۱۸ میاشتنۍ انجلۍ ده او د شاه ولي‌کوټ ولسوالۍ په یوه لرې پرته سیمه کې، چې د پولیو درې کمپاینونه، په کې نه دي تر سره شوي، ژوند کوي.

هغه وویل"د بي بي امنې په نوم ۱۸ میاشتنۍ ماشومې انجلۍ درې ځله واکسین هم اخیستی، خو کور ته يې د پوليو په ویروس د ککړې یوې بلې سیمې څخه ميلمانه ورغلي وو."

د روان میلادي کال د مارچمیاشتې راهیسې په شاه ولیکوټولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو سیمه ایزو کسانو د ځینو غوښتنو په بدل کې د پولیو واکسین پر کمپاینونو بندیز لګولی دی.

په افغانستان کې د پوليو له پنځو مثبتو پېښو څخه يې، څلور په جنوب او یوه پېښه هم په شمال ختیځ کې ثبت شوې ده.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د پوليو د له منځه وړلو د پروګرام مسئوول ډاکتر میوند احمدزی وایي، په کندهار کې د پولیو ویروس محیطي شتون او په ځینو ولسوالیو کې پر واکسین بندیز د اندیښنې وړ موضوع ده.

هغه وایي "دا فوق القاده د اندېښنې وړ خبره ده ،کندهار کې محیطي ویروس هم ثابت شوی، د ګوزڼ پېښي شته نو هغه ماشومان چې له واکسین څخه پاتې کیږي په فلج د اخته کيدو خطر ورسره لوړیږي."

روغتیايي مسئولین وايي، چې د دغه ویروس سرچینه د کندهار ښار له محیطي ویروس سره تړاو لري.

د کندهار ولایت په څلورو ولسوالیو کې تر پنځو کلونو د ښکته عمرسل زره ماشومان له واکسین څخه محروم پاتې دي.

خو د دې ولایت په نورو برخو کې به د جمعې تر ورځې پورې د پوليو واکسین روان کمپاین دوام ولري.

د پوليو د پروګرام مسئوولین وايي، روان کمپاین د کورنیو لپاره یو ښه فرصیت دی، چې خپل ماشومان د ګوزڼ پرضد وقایه کړي.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG