د لاس رسي وړ اتصالات

ملګري ملتونه: د نړۍ۵۰ میلیون انسانان په معاصر مریتوب کې بند پاته دي


ملګري ملتونه وايی د اجباري کار او اجباري واده کولو ختمول کلونه نیسي
ملګري ملتونه وايی د اجباري کار او اجباري واده کولو ختمول کلونه نیسي

د ملګرو ملتونو یو تازه راپور وايي چې په نړۍ کې ۵۰ میلیون انسانان د معاصر مریتوب، چې اجباري کارونه او اجباري ودونه بلل کېږي، ګیر پاته دي او خبرداری ورکوي چې د دا ډول انسانانو شمېر مخ په زیاتېدو دی.

ملګري ملتونه پلان لري چې تر ۲۰۳۰ پورې دا معاصر مریتوب ختم کړي، خو د ۲۰۱۶ او ۲۰۲۱ ترمنځ کلونو کې یې شمېر ۱۰ میلیون نور هم زیات شو.

د ملګرو ملتونو د مهاجرت او کار سازمانونو او د واک فري بنسټ «Walk Free Foundation» د ګډې مطالعې په اساس د تېر کال تر پای پورې ۲۸ میلیون انسانان د اجباري کارونو او ۲۲ میلیون نور یې د اجباري ودونو قربانیان او بندیوانان دي.

دا راپور نن دوشنبه سپتمبر ۱۲ (وږې۲۱) خپور شو. وايي دا مهال په نړۍ کې په هرو ۱۵۰ کسانو کې یې یو کس د معاصر مریتوب په لومې نښتی دی.

د کار د نړیوال سازمان مشر ګای رایدر په یوې اعلامیې کې ويلي دي: «د حیرانۍ خبره ده چې د معاصرې غلامۍ وضعیت نه ښه کېږي. هېڅ هم د بشري حقونو څخه دا دوامداره سرغړونه نشي توجیه کولای.»

د راپور په اساس د کروناویروس د وبا له خپرېدو وروسته د ډېرو کارګرو وضعیت نور هم کړکیچن شوی او د پور اندازه یې زیاته شوې ده.

راپور وايي د اقلیم بدلون او وسله والو شخړو سربېره، «په کار او تعلیم کې بیساري خنډ، د شدیت غربت، اجباري او غیر مصون مهاجرت زیاتېدو» دا خطر نور هم ډېر کړی دی. وايي‌ دا یوه اوږد مهاله ستونزه ده او د اجباري کارونو ختمول به کلونه نیسي او اجباري ودونه «ټول عمر زندان» دی.

د ملګرو ملتونو دا راپور وايي چې ښځې او ماشومان تر بل هر چا ډېر د معاصر مریتوب بندیان دي چې په هرو پنځو ماشومانو کې یو اجباري کار کوي او له نیمايي زیات نورو څخه یې په جنسي سوداګرۍ کې ناوړه ګټه [زبېښاک] اخیستل کېږي.

په اجباري کارونو کې د مهاجرو او کډوالو شمېر تر غیر مهاجرو کارګرو درې برابره زیات ښودل شوی دی.

د مهاجرت د نړیوال سازمان مشر انتونیو ویتورینو وویل: «دا راپور د دې اطمینان د ترلاسه کولو اړتیا په ګوته کوي چې مهاجرت باید مصون او منظم شي.»

د راپور په اساس معاصر مریتوب په ټولو هېوادونو کې شته خو د لوړ عاید او متوسط عاید څخه په پورته عاید لرونکیو هېوادونو کې زیات دی.

راپور کې ویل شوي دي چې په ځینو هېوادونو کې مقامات په خلکو اجباري کارونه کوي او همدغه راز د متحدو ایالتونو په ګډون په ځینو نورو هېوادونو کې په زندانونو کې د اجباري کارونو په اړه هم اندېښنه ښودل شوې ده.
په راپور کې په شمالي کوریا کې هم د هغو خلکو په اړه اندېښنه ښودل شوې ده چې په ځانګړي او سخت وضعیت کې اجباري کارونه کوي.

راپور همدغه راز په چین کې هم د اجباري کار کولو په اړه اندېښنه ښودلې چې د ملګرو ملتونو د بېلابېلو ادارو د راپور په اساس د دغه هېواد د شینیانګ په سیمه کې څه باندې یو میلیون اویغور مسلمانان او نور توقیف کړل شوي دي.

دا راپور د فرانسې خبري اژانس د معلوماتو په اساس لیکل شوی.

XS
SM
MD
LG