د لاس رسي وړ اتصالات

له نورستان وروسته د کونړ ځنګلونو کې اورلګېدنه


عکس(ارشیف)
عکس(ارشیف)

طالب چارواکي وايي، د کونړ ولایت د چپې درې ولسوالۍ اړوند د لوی خوړ سیمې ځنګله کې اورلګېدنه رامنځته شوې ده.

په کونړ کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي نجیب الله روحاني نن شنبه جون څلورمه (غبرګولې ۱۴) امریکا غږ ته وویل چې درې ورځې مخکې د چپې درې ولسوالۍ په «دیګل» سیمه کې اورلګېدنه رامنځته شوې چې وروسته د سیمې خلکو او طالبانو لخوا مهار شوې ده.

ښاغلي روحاني زیاته کړه چې تر هغه وروسته د یادې ولسوالۍ په «لوی خوړ» سیمه کې اورلګېدنه رامنځته شوې چې په خبره یې تر اوسه یې مخه نه ده نیول شوې.

هغه وویل: "د کونړ ولایت د چپې درې ولسوالۍ د دیګل ساحه ورته وايي، پرون نه هغه بل پرون اور لګېدلی و، هغه خلک تللي دي د ولسوالۍ عمله هم تللې ده نو هلته یې تقریباً مهار کړی دی تر یو حده یې د اور مخه نیولې ده.بل چې دی تر هغه نه وروسته لګېدلی دی، دویم طرف ته لوی خوړ ورته وايي،په هغه کې اور اوس هم دی او خلک کوښښ کوي چې د اور مخه ونیسي او مړ یې کړي."

د کونړ سیمه ییز چارواکو په دې اړه معلومات نه دي ورکړي چې دغه اورلګېدنه ولې رامنځته شوې ده او څومره ځنګل یې سوځولی دی.

دا په داسې حال کې ده چې شاوخوا دوې اونۍ وړاندې د کونړ ګاونډ نورستان ولایت ځنګلونو کې هم اورلګېدنه رامنځته شوې وه.

اور لومړی د نورستان ولایت د نورګلام ولسوالۍ په ځنګلونو کې پیل شو. طالبانو ویلي چې تر اوسه پدې اور کې څه باندې ۱۸۰ جریبه ځنګل سوځیدلی او لا هم روان دی.

له طبعي پېښو سره د مبارزې چارو کې د طالبانو حکومت وزارت عملیاتي رئیس ملا جانان سایق تیره ورځ امریکا غږ ته وویل چې د لومړنیو معلوماتو په اساس د نورستان په ځنګلونو کې اور د سیمه ییزو جنجالونو له امله رامنځته شوی دی.هغه وویل طالبان هڅه کوي چې د دغه پېښې عاملین ونیسي.

که څه هم ویل کیږي چې د نورستان په ځنګلونو کې لا اور بشپړه توګه نه دی مهار شوی، خو د کونړ د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس امریکا غږ ته وویل چې د نورستان ځنګلونو کې رامنځته شوی اور مړ شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د نورستان ولایت په ځنګلونو کې د لګیدلي اور په کابو کولو کې د چین څخه د مرستې غوښتنه کړې ده.

د طالبانو د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال شیر محمد عباس ستانکزي په کابل کې د چین د شارژدافیر دینګ ینان څخه غوښتي چې نورستان ولایت پدې ځنګلونو کې د اور په مړه کولو دې په سمدستي توګه همکاري وکړي.

د وزارت ویاند عبدالقهار بلخي ویلي چې د ښاغلی ستانکزي او ښاغلي ینان تر منځ په ملاقات کې ډاډ ورکړل شو چې دا موضوع به د چین د جګپوړو چارواکو سره شریکه شي.

XS
SM
MD
LG