په فلسطین کې د حماس وسله والې ډلې ویلي چې د غزې تړانګې په شمالي برخه کې په محلي وخت پنجشنبه نومبر ۱۷ (لړم۲۵) ماښام مهال په یو درې پوړیز کور کې د اور لګیدو له کبله ۲۱ تنه وژل شویدي.
دا پدې تیرو څو کالونو کې پدې سیمې کې تر ټولو داسې خونړۍ پیښه ده چې د اسرائیل – فلسطین تر منځ د شخړې پرته پکې دومره ډیر کسان وژل کیږي.
د حماس ډلې ویلي چې اور د جبالیه کډوالو په کمپ کې چې د خلکو ګڼه ګوڼه پکې ډیره ده، د دې ودانۍ په دریم پوړ کې ولګید.
په غزې کې د حماس ډلې د ملکي دفاع څانګې ویلي چې پدې ودانۍ کې اور د تیلو له کبله چې هلته ذخیره شوي و، لګیدلی خو لا څرګنده نده چې دې تیلو څنګه اور واخیست.
چارواکو ویلي چې د پیښې په هکله یې پلټنې پیل کړي چې د اور لګیدوعلت معلوم کړي.
یو شمیر ویډیوګانې چې په ټولنیزو شبکو کې خپرې شوې، پکې ښودل کیږي چې د اور لمبې د دې ودانۍ د کړکیو څخه بهر ته پداسې حال کې راوځي چې سلګونه کسان بهر د امبولانسونو اطفائیو په انتظار ولاړ دي.
د غزې تړانګې کنټرول د حماس د وسله والې ډلې په لاس کې دی او د اسرائیل او مصر لخوا کلابنده ده. دې کار د غزې اوسیدونکي سخت ځپلي او د سون موادو د جدي بحران سره مخ دي.
پدې سیمې کې خلک ډیری وخت د ژمي د موسم لپاره ګاز، ډیزل او پټرول پخپلو کورونو کې ذخیره کوي.
تر دې وړاندې هم په غزې کې د خلکو په کورونو کې اورونه بل شوي او ډیری وخت دا اورونه یا د ګازو د لیک کیدو او یا هم د شمعو له کبله بل شوي.
د فلسطین جمهور رئیس محمود عباس په پیښه کې د وژل شویو کسانو د کورنیو سره خواخوږي ښودلې او جمعه یې د ماتم ورځ اعلان کړې.
په عین حال کې د فلسطین د حکومت یو جګپوړي چارواکي حسین الشیخ په اسرائیل غږ کړی چې د غزې سره دې خپله پوله پرانیزي تر څو په پیښه کې جدي ټپي شوي کسان په لویدیځه غاړه او بیت المقدس کې د درملنې لپاره د فلسطین روغتونونو ته ولیږدول شي.
د اسرائیل حکومت تر اوسه د دې غوښتنې په هکله تبصره نده کړې.