د لاس رسي وړ اتصالات

د نیویارک ښار په یو استوګنځي کې اور ۱۹ کسان مړه کړي


اور په دویم پړاو کې پیل شو او ډیر ژر دریم پړاو ته ورسید.
اور په دویم پړاو کې پیل شو او ډیر ژر دریم پړاو ته ورسید.

د متحده ایالاتو د نیویارک په ښار کې چارواکي وایي د استوګنې په یوې سیمې کې اور چې د بخارۍ د خرابیدو له کبله لګیدلی، لږ تر لږه ۱۹ کسان مړه کړي چې نهه یې ماشومان دي.

دا په تیرو دریو لسیزو کې د نیویارک په ښار کې تر ټولو خونړی اور دی.

د ښار د اور وژنې مسؤل ډانیل نګرو ویلي چې اور د یوې برقي بخارۍ د خرابیدو له کبله د دویم پوړ په یو اپارتمان کې پيل شو او ډیر ژر درېیم پوړ ته هم خپور شو.

دا ودانۍ ټول ۱۹ پوړه لري او ډیری هغه کسان پکې ژوند کوي چې لږ عاید لري. د اور لګیدو له کبله په ودانیو کې دود دومره ډیر خپور شوی و چې یو شمیر اوسېدونکو د تازه هوا لپاره د خپلو کورونو کړکۍ ماتې کړلې.

ښاغلي نګرو ویلي چې د اور وژنې عملې تقریباً د ودانۍ په هر پوړ کې داسې کسان پیدا کړي چې د دود له کبله د قلبي او تنفسي ستونزو سره مخامخ و.

د ودانیو ډیری اوسیدونکي د لویدیځې افریقا د ګامبیا اوسیدونکي دي او ډیر مسلمانان هم پکې ژوند کوي.

په اور کې تر ۵۰ ډیر کسان زخمي شوي او یا ورته تنفسي ستونزې پیدا شوي. د ۱۳ نه ډیر لا هم په روغتون کې بستر دي او روغتیایي وضعیت یې د اندیښنې وړ ښودل شوی.

اور د یکشنبې په ورځ جنوري ۹ (مرغومي۱۹) په محلي وخت د سهار په ۱۱ بجو پیل شوي او څه باندې ۲ سوه اور وژونکي یې د مړه کولو لپاره سیمې ته ورغلي و.

XS
SM
MD
LG