د ایران کې په یو روغتون کې د چاودنو او اور لګیدو له امله ۱۹ تنه مړه شوي او ۱۳ نور ټپیان شوي دي.
د ایراني رسنیو د راپورونو په اساس دغه پېښه تیره شپه په تهران کې د «سینا اطهر» په روغتون کې شوې ده.
ایراني چارواکو ویلي چې لومړی د ناروغانو د درملنې په یوې پنځه پوړیزه ودانۍ کې دوې چاودنې شوي او وروسته اور ولګیده.
د ایران د اور وژنې ادارې ویاند سید جلال ملکي ویلي چې تر پېښې وروسته ژغورونکي ډلې سیمې ته رسېدلي او پاتې بند کسان یې ژغورلي دي.
نوموړي ویلي چې د ژغورنې ډلې ۲۰ تنه ژغورلي دي.
تر اوسه د اور د لیګدو علت ندی معلوم ، خو ایراني چارواکو ویلي چې د پېښې په تړاو د پنځو تنو څخه تحقیقات پیل کړي.