د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې یو شرکت د هوايي کارګو په برخه کې فعالیت پیل کړ


عکس (ارشیف)
عکس (ارشیف)

د طالبانو د حکومت د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت وايي، چې په متحده عربي اماراتو کې میشت یو شرکت د شنبې په ورځ مۍ ۱۳ (ثور ۲۳) په افغانستان کې په لومړي ځل د هوايي کارګو په برخه کې فعالیت پیل کړی دی.

د مفيد کارګو لوژستيکي شرکت په نوم دغه شرکت له دوبۍ څخه افغانستان ته د سوداګريزو توکو په واردولو سره خپل فعالیت پیل کړی دی. ټاکل شوې دا شرکت به له کابل څخه هم متحده عربي اماراتو ته ځینې سوداګریز توکي انتقال کړي.

ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت د خپل ټویټر په پاڼه لیکلي، چې دا شرکت اړين او سوداګريز توکې د هوا او ځمکې له لارې د نړۍ هر ګوټ ته انتقالوي او له نورو شرکتونو سره يې يو توپير دا دی چې د ډيمریچ پیسې نه اخلي او که توکي د نړي کوم ځای ته په ځنډ هم رسېږي اضافي لګښت پرې نه راځي."

افغانستان په وچه کې ګیر هیواد دی او اکثره افغان سوداګر بهرنیوهیوادونو ته د سوداګریزو مالونو د لیږد او په بهر کې په ګمرکونو کې د ډيمریچ د اضافي لګښت څخه شکایت کوي.

افغان سوداګرو ته په پخواني رژیم کې د هوايي دهلیزونو له لارې د سوداګریزو توکو د لیږد په برخه کې د کرایې او محصول د اخیستلو په ګډون یو لړ سهلتونه په پام کې نیول شوي و او ځینو هیوادونو ته په ارزانه بیه توکي انتقالیدل، خو د ۲۰۲۱ میلادي کال د اګسټ د میاشتې د سیاسي بدلون وروسته بهرنیو هیوادونو ته د هوايي دهلیزونو له لارې د توکو د لیږد بهیر په ټپه دریدلی دی.

د بلې خوا د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي د کابل په هوايي ډګر کې د مفيد کارګو لوژستيکي شرکت د فعالیت د پیل مراسمو ته په وینا کې هیله وښوده، چې ددغه شرکت فعالیت به بهرنیو هیوادونو ته د افغانستان د صادراتو په زیاتیدو کې مرسته وکړي.

د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، چې تیر کال یې بهرنیو هیوادونو ته د شاوخوا دوه ملیاردو ډالرو په ارزښت سوداګریز توکي صادر کړي و.

ددغه وزارت ویاند امریکا غږ ته ویلي و، چې تیرکال زیات توکي پاکستان ته صادر شوي و. ددغه وزارت د معلوماتو له مخې افغانستان په تیر ۱۴۰۱ لمریز کال کې پاکستان ته د یو ملیارد او ۲۳۵ میلیونو ډالرو په ارزښت توکي صادر شوي او په همدې موده کې له پاکستان څخه افغانستان ته د یو ملیارد او ۱۶۴ میلیونو ډالرو په ارزښت توکي وارد شوي دي.

ښاغلي جواد وویل، "پاکستان ته زمونږ اکثره صادراتي توکي د ډبرو سکاره، مالوچ، جلغوزي ، قالینې، ترکاري او میوې وې. د پاکستان څخه اکثره وارداتي توکي وریژې، سمینټ دارو درمل، هګۍ او نور سوداګریز توکي و".

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معلوماتو له مخې په ۱۴۰۰ لمریز کال کې له افغانستان څخه پاکستان ته د ۵۱۱ میلیونو ډالرو په ارزښت توکي صادر شوي و.

د مالیې وزارت د معلوماتو له مخې هره ورځ له افغانستان څخه د شپږو او لس زرو ټنو پورې د ډبرو سکاره د افغان سوداګرو له خوا پاکستان ته صادریږي.

د صنعت او د سوداګرۍ د وزارت له خوا د خپرو شوو ارقامو له مخې اوس مهال د افغانستان د صادراتو ۵۲ فیصده یې د کرهڼې محصولات ۲۸ فیصده یې د کانونو مواد او ۹ فیصده یې منسوجات جوړوي.

XS
SM
MD
LG