د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان اقتصادي کړکیچ د افغانستان پر سوداګرۍ هم اغیز کړی- خانجان الکوزی


د افغانستان د سوداګرۍ او صنعت خونې چارواکي وایي د پاکستان اوسني اقتصادي کړکیچ چې د افغانستان ستر تجارتي شریک دی، د دواړو هیوادونو ترمنځ په سوداګرۍ ناوړه اغیز کړی دی.

د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت له افغانستان څخه پاکستان ته د صادراتو د زیاتیدو خبر ورکړی او ویلي یې دي، چې د روان ۱۴۰۱ لمریز کال په لومړیو لسو میاشتو کې له دغه هیوادڅخه پاکستان ته د یومیلیارد ډالرو په ارزښت توکي صادر شوي دي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند اخوندزاده عبدالسلام جواد امریکا غږ ته وویل، چې پاکستان ته د صادراتو د کچې په زیاتیدو کې د ډبرو د سکرو صادرات هم شامل دي.

ښاغلي جواد وویل: "په تیرو لسو میاشتو کې مو د پاکستان څخه د نهه سوو څلویښت میلیونو ډالرو په ارزښت واردات درلودل، چې دا زمونږ د صادراتو د زیاتیدو نښه ده. پاکستان ته زمونږ د صادراتو زیاته برخه جلغوزې، ډبرو سکاره، پنبه او پیاز دي. همدارنګه له پاکستان څخه زمونږ په وارداتي توکو کې وریژې، سمنټ ، دارو درمل، کچالو او نور توکي شامل دي".

د طالبانو د حکومت د مالیې وزارت د معلوماتو له مخې اوس مهال هره ورځ د شپږ زرو او لس زرټنو پورې د ډبرو سکاره له افغانستان څخه پاکستان ته صادریږي. ددغه وزارت د شمیرونو له مخې په تیرو لسو میاشتو کې له افغانستان څخه د ۱۳۶ میلیونو ډالرو په ارزښت د ډبرو سکاره پاکستان ته صادر شوي دي.

د افغانستان سوداګرۍ او پانګونې د خونې د مدیره پلاوي غړي خان جان الکوزي امریکا غږ ته وویل، چې د تیرو کلنو په پرتله له پاکستان څخه افغانستان ته واردات ډیر کم شوي دي.

ښاغلي الکوزي د پاکستان څخه د وارداتو د کمیدو په عواملو کې د افغانستان په بازارونو کې د خلکو د اخیستلو د توان کمیدل وښودل او ویې ویل، چې خلکو سره د پیسو د نشتون له امله په بازار کې تقاضا هم کمه شوې ده.

ښاغلي الکوزي وویل، چې اوس مهال په کال کې له پاکستان څخه افغانستان ته تر اتو سوو میلیونو ډالرو پورې واردات کیږي. د سوداګرۍ او پانګونې د خونې د مدیره پلاوي غړی وايي، چې د پاکستان مالي بحران هم ددغو دوو هیوادونو ترمنځ کاروبار باندې تر ۳۵ فیصدو پورې ناسمه اغیزه کړې ده.

خو ښاغلي الکوزي وویل، چې برخلاف د ایران سره د افغانستان سوداګریزه راکړه ورکړه نوره هم پراخه شوې ده او اوس مهال ایران په کال کې افغانستان سره د شاوخوا دوو میلیاردو ډالرو په ارزښت سوداګري کوي.

په وروستیو میاشتو کې پاکستان د یوسخت اقتصادي بحران سره مخ شوی دی، چې ورسره د بهرنیو اسعارو زېرمې یې د څلور میلیاردو ډالرو څخه هم ښکته شوي دي. ددغه بحران له امله په دغه هیواد کې د اړتیا وړ توکو بیې ډیرې لوړې ختلي او د امریکايي ډالرو په وړاندې د پاکستانۍ روپۍ بیه هم په بې ساري ډول راپریوتې ده.

د پاکستان د مرکزي بانک د راپور له مخې د پنجنشنبې په ورځ هم د بانکونو ترمنځ په راکړه ورکړه کې د امريکايي ډالر په وړاندې د پاکستانۍ روپۍ بیه نږدې درې نیمې روپۍ نوره هم کمه شوې ده. د پاکستان د صرافانو د ټولنې عمومي سکرټر ظفر پراچه خبریالانو ته ویلي، چې د جمعې په ورځ د بانکونو ترمنځ په راکړه ورکړه کې یو امریکايي ډالر د ۲۸۱ او ۲۸۴ پاکستاني روپیو سره تبادله کیده.

ښاغلی الکوزی وايي، چې د ډالرو پر وړاندې د پاکستانی روپۍ د ارزښت کمیدو په هغو سرحدي سمیو کې پر افغانانو هم ډیره ناسمه اغیزه کړې، چې لا هم په راکړه ورکړه کې د افغانیو پرځای پاکستاني روپۍ کاروي.

XS
SM
MD
LG