د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا د فدرالي حکومت د بیرته فعالیدو هڅه


د امریکا د کانگرس د استازو مجلس
د امریکا د کانگرس د استازو مجلس

جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ د امریکا د نوي کانگرس سره گوري چې د فدرالي حکومت د ځینو تړل شویو برخو د بیرته پرانستلو پر سر خبرې وکړي.

د امریکا د نوي کانگرس د استازو مجلس د پنجشنبې په ورځ د فدرالي حکومت د تړل شویو برخو د بیرته پرانسیتلو لپاره یوه لایحه تصویب کړه، خو پدې لایحه کې هغه پنځه میلیارد ډالر نشته چې جمهور رئیس ټرمپ د مکسیکو سره په پوله د دیوال جوړیدو لپاره غوښتي.

خو د سنا په مجلس کې د اکثریت جمهوري غوښتونکي گوند سناتورانو ویلي چې د اکثریت دموکراتانو له خوا تصویب شوې لایحه به ونه مني.

ننسي پلوسي بیا د استازو مجلس رئیسه شوه

د امریکا د کانگرس د استازو مجلس په پخپلې لومړۍ کاري ورځ د دموکراتانو مشره ننسي پلوسي د مجلس د رئیسې په توگه وټاکله

میرمن پلوسي د پنجشنبې په ورځ د کانگرس د استازو مجلس د ۴٣٥ غړو له جملې نه د ٢٢٠ وکیلانو رای وگټلې او د هغه سیال د جمهوري غوښتونکي گوند کاندید ١٩٢ رایې ترلاسه کړې.

میرمن پلوسي پداسې حال کې د کانگرس د استازو مجلس مشري کوي چې د هغې دموکرات گوند او د امریکا جمهور رئیس دونالد ټرمپ د سرحدی دیوال د بودجې پر سر اختلاف لري او د دواړو خوا نه موافقه د امریکا د دولت د ځینو برخو د تړل کیدو سبب شوي دي.

میرمن پلوسي لومړی ځل په ١٩٨٧ کې د استازو مجلس ته راغله او په ٢٠٠٧ کال کې ددې مجلس رئیسه شوه. د دوو دوه کلنو دورو ریاست وروسته په پارلماني انتخاباتو کې د دموکراتانو له ماتې وروسته د استازو مجلس له ریاست گوښه شوه خو په کانگرس کې د دموکرات گوند د مشرې په توگه پاته شوه.

هغه د امریکا په تاریخ کې لومړنۍ ښځینه رئیسه ده چې دوهم ځل دې مقام ته رسیږي. میرمن پلوسي له ټاکلو وروسته په پخپله وینا کې وویل چې هڅه کوي خلکو ته ډاډ ورکړي چې دولت د یوې خاصې ډلې د گټو پر ځای د ټولو خلکو په خدمت کې اوسي.

د کانگرس د استازو مجلس مسلمانه غړې او د ټرمپ استیضاح

رشیده طلیب، د لومړنیو مسلمانو ښځو له ډلې نه ده چې کانگرس ته یې لاره موندلې. هغې د جمهور رئیس ټرمپ استیضاح کول د خپل انتخاباتي کمپاین اصلي موضوع کړې وه.

میرمن طلیب، د خپل کار په لومړۍ ورځ کانگرس ته په وینا کې جمهور ټرمپ "هیواد ته د مستقیم او جدي گواښ" په توگه وگاڼه.

خو جمهور رئیس د هغې د څرگندونو په غبرگون کې په ټویټر ولیکل "څنگه کولای شئ یو رئیس جمهور استیضاح کړئ چې د سترو انتخاباتو گټونکی دی، هیڅ خلاف کار یې ندی کړی، د هغه د جمهوري ریاست دوه لومړني کلونه د بل هر جمهور رئیس نه ښه وو او د گوند په تاریخ کې تر ټولو محبوب جمهوري غوښونکی دی.؟"

ښاغلي ټرمپ ویلي دي چې "هغوی یواځې پدې دلیل غواړي ما استیضاح کړي چې پوهیږي په ٢٠٢٠ (انتخاباتو) کې د گټلو هیڅ چانس نلري."

XS
SM
MD
LG