د لاس رسي وړ اتصالات

تانزانیا کې په لومړي ځل یوه ښځه ولسمشره شوه


سامیا سولهو حسن د تانزانیا لومړنۍ ولسمشره وټاکل شوه.
سامیا سولهو حسن د تانزانیا لومړنۍ ولسمشره وټاکل شوه.

د تانزانیا په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره یوه میرمن د جمهوري یاست مقام ته رسیدلې.

سامیا سولهو حسن پداسې حال کې د تانزانیا د نوې جمهورې رئیسې په توګه د وفادارۍ لوړه وکړله چې حجاب یې کړی و او په قران یې لاس ایښی و.

هغه تر دې وړاندې د تانزانیا د جمهور رئیس مرستیاله وه خو د جمهور رئیس، جان مګولفي د مرګ نه دوه ورځې وروسته د هغه ځای ناستې وټاکل شوه.

د میرمن حسن لپاره د جمهوري ریاست پدې دوره کې به یوه غټه ستونزه د کرونا ویروس سره د مبارزې لپاره د طرحو جوړول وي.

میرمن حسن د جمهوري ریاست د مقام لپاره د وفادارۍ د لوړې د مراسمو نه وروسته پخپلې لومړنۍ وینا کې وویل چې "نن د ویلو لپاره مناسبه ورځ نده ځکه چې همدا اوس په زړه ټپ لرو. نن مې داسې لوړه وکړله چې زما د ژوند او کار د ټولو لوړو سره توپیر لري. ما د ژوند ټول تحلیفونه په خوښۍ کړي وو خو د هیواد تر ټولو د ستر مقام لپاره لوړه په غم کوم."

نوې جمهورې رئیسې زیاته کړه، " اوس د یووالي وخت دی. اوس یې وخت دی چې اختلافات پریږدو او د یو بل سره د مینې او په خپل ځان د باور په پیدا کیدو کار وکړو. "

مخکني جمهور رئیس د تیر کال د اکتوبر په میاشت کې د جمهوري ریاست دویمه دوره پیل کړله او د هیواد د اساسي قانون له مخې د دویمې دورې پاتې برخه باید میرمن حسن پر مخ یوسي.

میرمن حسن په ۲۰۱۵ کال کې د تانزانیا د جمهور رئیس مرستیاله وټاکل شوه.

د مخکني جمهور رئیس په دوره کې تانزانیا د کویډ۱۹ بیمارۍ د واکسین د ترلاسه کولو لپاره تقریباً هیڅ ډول هڅې نه وې کړي او نه یې هم ددې ویروس د خپریدو د مخنیوي لپاره کوم ځانګړي پروګرام درلود.

سره لدې چې د تانزانیا چارواکي وایي چې مخکني جمهور رئیس جان مګولفي د زړه د حملې له کبله مړ شوی خو داسې راپورونه هم راغلي چې پکې ویل شوي هغه د کرونا د ویروس له وجې مړ شوی.

XS
SM
MD
LG