د متحدو ایالتونو د ولسمشر مېرمن میلانیا ټرمپ به د مارچ په دویمه نېټه د ملګرو ملتونو د امنیت د شورا د غونډې مشري وکړي، متحده ایالتونه په دوره يي ډول د دغې شورا مشري په غاړه اخلي.
د میلانیا ټرمپ دفتر وايي چې هغه به په دغې غونډې کې د زغم په ترویج کې د تعلیم د ونډې او نړیوالې سولې په اړه خبرې وکړي.
دغه دفتر وايي چې میلانیا ټرمپ به له دغه فرصت څخه په استفادې سره د تعلیم له لارې د سولې غوښتنه وکړي او زیاته یې کړه: "ټرمپ به تاریخ جوړ کړي: په داسې حال کې چې د امنیت شورا غړي د تعلیم، تکنالوژۍ، سولې او امنیت په اړه غور کوي. "
دا به لومړی ځل وي چې د متحدو ایالتونو د برحاله ولسمشر مېرمن د امنیت شورا د غونډې مشري کوي.
په ملګرو ملتونو کې د متحدو ایالتونو استازي مایک والتز د دغه خبر په اړه په خپل غبرګون کې ویلي دي چې دفتر یې «خوشال» دی چي لومړۍ مېرمن به د امنیت شورا مشري وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې سپېنې ماڼۍ اعلان کړی چې لومړۍ مېرمن څو ځلې په «بریالي ډول» د روسیې او اوکراین هغه ماشومان له خپلو کورنیو سره یو ځاي کړي، چې په سیمه ایزو شخړو کې له یو بل څخه جلا شوي وو.
میلانیا ټرمپ د فبرورۍ په ۱۲مه په یوې اعلامیې کې وویل: «سره له دې چې ټولې خواوې همکاري کوي او زموږ اړیکه قوي ده، زه په روسیې او اوکراین باندې غږ کوم چې له خپلو کورنیو او سرپرستانو سره د هر ماشوم د یو ځای کېدو په اړه خپلې هڅې زیاتې کړي.»
ټرمپ تېرکال د اګست په میاشت کې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ته ولیکل او ویې ویل چې هغه کولای شي د «قلم په خوځولو [زور] سره» د ماشومانو ساتنه وکړي.
په دغه لیک کې میلانیا ټرمپ لیکلي وو چې «اوس یې وخت» دی چی په نړیواله کچه ماشومان او اینده نسلونه وژغورل شي. ولسمشر ټرمپ د اګست په ۱۵مه نېټه له پوتین سره په غونډې کې دا لیک په خپل لاس هغه ته وسپاره.
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي د دغه لیک او په لیک کې د څرګند شوي احساس د ارزښت له کبله مننه کړې وه.
د ۲۰۲۵ کال د سپتمبر په میاشت کې میلانیا ټرمپ یو نړیوال ایتلاف پيل کړ چې «په ګډه د راتلونکي روزل» نومېږي او د تعلیم د ودې، ابتکار او تکنالوژۍ له لارې د ماشومانو د هوساینې او ښه والي لپاره کوي.
نوموړې د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ په ۸۰مه کلنۍ غونډې کې دا اعلان وکړ او ویې ویل چې د کال په لومړیو میاشتو کې به په سپینې ماڼۍ کې د دغه ایتلاف د پرانیستې د مراسمو کوربنه وي.
فورم \ دبحث خونه