د لاس رسي وړ اتصالات

میلانیاټرمپ: په انټرنیټ ځورول تاواني دي


د امریکا د ولسمشر ټرمپ میرمن میلانیا ټرمپ په انټرنیټ ځورول بې گټې او تاوانې بللې دي او د انټرنیټ په مثبت استعمال یې ټینگار کړیدی.

میلانیا ټرمپ دغه خبرې په واشنگټن کې د انټرنیټي ځورونو ضد په یو کانفرنس کې وکړی. هغې وویل چې په اوسنې وخت کې د ټولنیزو رسنیو استعمال نه ډډه کول ناممکنه ده. او انټرنیټ د ماشومانو د ژوند برخه گرځیدلې ده.

میلانیا ټرمپ وویل "راځئ چې دا ومنو چې زیاتره ماشومان د ټولنیزو رسنیو د تاوانونو او گټو نه د مشرانو نه زیات خبر دي خو بیا هم مونږ دی ته ضرورت لرو چې مونږ هغوي ته د انټرنیټ د خوندي استعمال په اړه معلومات ورکړو."

هغې وویل چې انټرنیټ په ډیرو گټورو طریقو کارول کیدی شي خو دا ډیر په منفي توگه هم کارول کیږي چې خلکو ته پرې تاوان ورسول شي.

د امریکا ولسمشر ټرمپ په خپل ټویټر اکثر د خپلو مخالفینو خلاف خبرې کوي. د ولسمشر ټرمپ په مطبوعاتو د لفظي بریدونو نه وروسته په امریکا کې ځینو د حقونو فعالینو دا اندیښنې هم څرگندې کړیدي چې دغه لفظي حملې کولی شي په خبریالانو تشدد وپاروي.

XS
SM
MD
LG