کاناډا د لومړي ځل لپاره یوه مېرمنه چې د افغانستان، عراق، سوریې او بوسنیا هرزګوینا په ګډون په بېلابېلو هېوادونو کې یې د کاناډایي ځواکونو مشري کړې، د دغه هېواد د لویې درستیزې په توګه وټاکله.
جنرال جینی کارینان چې د کاناډا په پوځ کې یې ۳۵ کاله خدمت کړی دی، د پنجشنبې په ورځ، جولای ۱۸ (چنګاښ ۲۸مه) په هغو مراسمو کې چې په پلازمېنه اوتاوا کې جوړ شوي وو، وویل، له وسله والو ځواکونو سره یې د لېوالتيا له امله دغه مقام منلى، خو پوهېږي، چې په سختو شرايطو کې يې دغه مسؤلیت ته غاړه ایښې ده.
نوموړې زیاته کړه: "په اوکراین او منځني ختیځ کې شخړې، د نړۍ په نورو برخو کې د کړکیچونو زیاتوالی، اقلیمي بدلون، په کور دننه او بهر زموږ ځواکونو ته مخ پر زیاتیدونکي اړتیا او د کاناډا د دموکراټیکو ارزښتونو او بنسټونه پر وړاندې ګواښونه یوازې هغه پیچلي ننګونې دي چې موږ باید ورسره مخامخ شو."
کارینان پداسې حال کې له جنرال وین اییر څخه چې د ۲۰۲۱م کال راهیسې د کاناډا لوی درستیز و، دغه مسؤلیت پرغاړه اخلي، چې اوتاوا د دفاعي لګښتونو زیاتوالی او د وسله والو ځواکونو عصري کولو په لټه کې دی.
په ورته وخت کې د کاناډا صدراعظم جستن ترودو هم په دغو مراسمو کې ټینګار وکړ، چې د کاناډا د وسله والو ځواکونو مسؤلیت پداسې حال کې جنرال کارینان جیني ته سپارل کیږي، چې نړیوال کړکېچونه او د کاناډا د دفاعي ځواک د اصلاح هڅې نوې مشرۍ ته اړتیا لري.
بلخوا, جنرال کارینان پداسې وخت کې د کاناډا د لویې درستیزې په توګه په دنده ګمارل کیږي، چې په وروستیو کلونو کې د کاناډا پوځ له ښځینه پوځیانو سره د نامناسب چال چلند له قضیو سره مخ شوی او تمه کیږي چې په دغه مقام کې د نوموړې په ټاکلو سره به دا ډول قضېو کچه راټېټه شي.
هغې وویل: "موږ د ګمارلو او په دندو کې د پاته کېدو په ګډون له ګڼو ننګونو سره مخ یوو، خو موږ پوهیږو چې دغو ننګونو ته چې ورسره لاس او ګریوان یوو، څنګه ځواب ورکړو. "
۵۶ کلنه جنرال جیني کارینان د کاناډا په کیوبیک کې زیږیدلی او د پوځي انجینرۍ په برخه کې یې زده کړې کړي دي. نوموړې د ګولان د لوړو په ګډون د جګړې په سیمو کې د پوځ د انجینرۍ او د کاناډا د "سینټ ژان" پوځي اکاډمۍ قومندانه هم وه.
کارینان په ۲۰۱۶ کال کې د جنرالۍ رتبه ترلاسه کړه او درې کاله وروسته په عراق کې د ناټو د میشتو ځواکونو قومانداني ورته وسپارل شوه.
فورم \ دبحث خونه