د لاس رسي وړ اتصالات

هلمند کې پر یو کور د راکټ لګېدو درې ملکي وګړي وژلي


عکس(ارشیف)
عکس(ارشیف)

د افغانستان دفاع وزارت وايي د هلمند ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې د ملکي خلکو پر کور د طالبانو د راکټ لګېدو له امله نهو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

دفاع وزارت ویلي چې د دغه راکټ لګېدو له امله درې تنه ملکي وګړي وژل شوي او شپږ تنه نور ټپیان شوي دي.

د دفاع وزارت مرستیال ویاند فواد امان نن جمعه مۍ ۲۸ (غبرګولې اوومه) ویلي چې د پېښې ټپيان د امنیتي سرتیرو لخوا روغتون ته انتقال شوي دي.

د یو بل خبر له مخې د کاپیسا مرکز محمود راقي کې د سړک غاړې ماین چاودنې له امله درې ملکي وګړي وژل شوي دي.

د کاپیسا د پولیسو په وینا دغه چاودنه پرون پنجشنبه ماښام ناوخته د محمود راقي ښار اړوند په «شوخي» سیمه کې رامنځته شوې ده.

تر دا مهاله وسله والو طالبانو په هلمند کې پر یو کور د راکټ لګېدو او په کاپیسا ولایت کې د ماین چاودنې په اړه تبصره نه ده کړې.

د یادونې وړ ده چې وړمه ورځ د فاریاب ولایت په قیصار ولسوالۍ کې هم د افغان چارواکو په وینا پر یوه کور او بازار کې د طالبانو د هاوانونو لګېدو له امله اووه ملکي وګړي ووژل شول او ۹ تنه نور ټپیان شول.

XS
SM
MD
LG