د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا په ټکزاس ایالت کې پنځه تنه په ډزو کې وژل شوي – رسنۍ 


عکس: ارشیف - د تکزاس پولیس د یوې امنیتي پیښې پر وخت
عکس: ارشیف - د تکزاس پولیس د یوې امنیتي پیښې پر وخت

د ای بي سي نیوز شبکې د سې شنبې په ورځ اپریل ۲۹ (غوایي ۹) د سیمه ییزو چارواکو او پولیسو په حواله راپور ورکړ چې د ټکزاس ایالت په کلیولینډ کې په یو کور کې د ډزو له امله د یو اته کلن ماشوم په ګډون پنځه تنه وژل شوي دي.

رپوټونه وایي، ډزې د جمعې په ورځ ناوخته شوي او پولیس لا هم د شکمن کس په لټه کې دي.

رپوټ وایي د سان جسینتو سیمې د پولیسو د مشر دفتر د سیمې پر وخت د شپې شاوخوا ۱۱:۳۱بجې د کلیولینډ څخه د ځورونې په اړه ټیلفون ترلاسه کړ. خو کله چې پولیس د پیښې ځای ته ورسیدل دوی څو قربانیان ولیدل چې په ډزو ویشتل شوي وو.

د پولیسو دفتر د ای بي سي خبري شبکې ته وویل چې شکمن یو مکسیکویي سړی و چې نشه او په تېښته و.

د کلیولینډ د پولیسو څانګې سمدلاسه د نظر د څرګندولو لپاره د رویټرز غوښتنې ته ځواب ونه وایه او د سان جسینتو د سیمې د پولیسو د مشر دفتر هم سمدلاسه د تبصرې لپاره د لاسرسي وړ نه و.

د ای بي سي رپوټ وايي، پولیسو د قربانیانو هویت او له شکمن کس سره د دوی احتمالي اړیکې نه دي په ډاګه کړي، خو ویلي یې دي چې دوی ټول د هندوراس اوسېدونکي دي.

راپور زیاتوي، ډزې ټول په یوه کور کې شوي، چې څلور قربانیان یې د پېښې په ځای کې وژل شوي او پنځم یې روغتون ته تر رسولو وروسته مړ شوی دی.

راپوټ کې د چارواکو په حواله ویل شوي، چې په وژل شویو کې تر ټولو ځوان ۸ کلن و او دوه ماشومان له پیښې نه ژوندي پاته شوي دي.

XS
SM
MD
LG