د لاس رسي وړ اتصالات

کابل کې د غیر مسؤله وسله والو ترمنځ نښته کې پنځه تنه وژل شوي


 چارواکي وايي، یادو کسانو تر لفظي شخړې وروسته وسله واله نښته کړې
چارواکي وايي، یادو کسانو تر لفظي شخړې وروسته وسله واله نښته کړې

د کابل ولایت د قره باغ ولسوالۍ سیمه ییز چارواکي وايي، د کابل ـ پروان د لویې لار پر سره د غیر مسؤله وسله والو ترمنځ نښته کې پنځه تنه وژل شوي او دوه تنه نور ټپیان شوي دي.

دغه پښه تېره شپه د کابل ـ پروان د لویې لار پر سر د قره باغ ولسولۍ په بازار کې د غیر مسؤله وسله والو ډلو ترمنځ رامنځته شوې ده.

د قره باغ ولسوال دل اقا نن شنبه د «وږې میاشتې پر۲مه» له امریکا غږ سره خبرو کې د یادې پېښې انګېزه شخصي دښمني وبلل او زیاته کړه چې یادو کسانو تر لفظي شخړې وروسته وسله واله نښته کړې.

هغه وویل، چې په دغه نښته کې د یو دوکاندار په ګډون له دواړو خواو پنځه تنه وژل شوي او دوه تنه نور ټپیان شوي دي.

د قره باغ ولسوال وویل، چې د یادې وسله والې پېښې عاملین د پروان ولایت د رباط سیمې اوسېدونکي دي.

تر دې مخکې د یادې سیمې اوسېدونکو په وار وار په دغه سیمه کې د خپل سرو وسله والو په اړه شکایتونه کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره اونۍ د پروان ولایت په جبل السراج ولسوالۍ کې هم څلور تنه د ناڅرګندو وسله والو لخوا په ډزو وژل شوي و، چارواکو ویل په دې اړه څېړنې کوي.

XS
SM
MD
LG