د لاس رسي وړ اتصالات

په شمال ولایتونو کې د وسله والو ډلو شمیر ډیر شوی


د بشري حقونو خپلواک کمیسیون ویلي چې د غیر مسؤلو وسله والو ډلو زیاتوالی په افغانستان کې د بشري حقونو څخه د سرغړونو سبب شوی دی
د بشري حقونو خپلواک کمیسیون ویلي چې د غیر مسؤلو وسله والو ډلو زیاتوالی په افغانستان کې د بشري حقونو څخه د سرغړونو سبب شوی دی

د افغانستان په شمال کې د وسلو د ټولو یا دایاک رئیس عبدالمنان عابد وایي سره له دې چې په تیرو کلونو کې دغې پروسې ته د وسلو د تسلیمولو کچه ښه وه، خو د هغه په وینا سږکال په شمال کې هیڅ دولتي او امنیتي ارگان د دایاک پروسې ته د وسلو د تسلیمولو لیوالتیا نه لري.

ښاغلی عابد وایي " هغه وسلې چې په عملیاتو کې ترلاسه کیږي د ولسي پاڅونونو په نوم ویشل کیږي." هغه زیاتوي چې د دایاک د پروسې په پیل کې په شمال کې ٥٠٠ غیر مسؤله وسله والې ډلې پیژندل شوی وې چې اوس دغه شمیره د زرو او یو نیم زرو څخه اوښتې ده.

د امریکا غږ سره په خبرو کې ښاغلي عابد د افغانستان په شمال کې امنیتي بنسټونه په نه همکارۍ تورن کړل او ویې ویل چې پولیس او استخبارات ددې پروگرام سره همکاري نه کوي.

د دایاک مسؤلین وایي د ولسي پاڅون کوونکو په نامه غیر مسؤلو ډلو ته د وسلو بیا ویشل کیدای شي د هیواد په شمال کې د بې نظمۍ د رامنځ ته کیدو سبب شي.

د دوی د اطلاعاتو په بنسټ د افغانستان په شمال کې غیر مسؤله وسله وال کسان په سترو ډلو بدل شوي چې زندانونه او ځانگړي تشکیلات لري او د هغوی د کنترولو لپاره د امنیتي ځواکونو هڅې بې نتیجې دي.

خو د مزار شریف امنیه قومادان سید کمال سادات وایي "دا رښتیا خبره ده چې د بې مسولیته ډلو سره د وسلو موجودیت زمونږ د اندیښنې وړ دي او مونږ خپلو پولیسو ته وظیفه ورکړې چې څوک له جواز پرته وسله ونه گرځوي او حتی په ولسوالیو کې د تورو شیشو لرونکو موټرو مخه ونیسي."

له بلې خوا د بلخ ولایت د سولې د عالي شورا مسولان وایي د غیر مسؤلو وسله والو شتون سبب کیږي چې مخالفین ډیر کم د سولې له بهیر سره یوځای شي.

د افغانستان په شمال کې یو کارپوه قادر مصباح امریکا غږ ته د ټولنې ددې وضیعت په هکله د اندیښمنې په څرگندولو سره وویل "... هر هغه څوک چې دلته وکیل دی لږ تر لږه لسگونه وسله وال گروپونه یې جوړ کړي، هر هغه څوک چې یو وخت د جگړې د یوې جبهې قوماندان و اوس هغه په خپل کلي او سیمه کې په لسگونو گروپونه لري او هغوی چې تاجران دي هر چیرته یې په خپل دفتر کې ۴ یا ٥ وسله وال استخدام کړي دي".

ددې سربیره په شمال کې د بشري حقونو خپلواک کمیسیون هم ویلي دي چې د غیر مسؤلو وسله والو ډلو زیاتوالی په افغانستان کې د بشري حقونو څخه د سرغړونو سبب شوی دی او اکثر تاوتریخوالی د همدغو وساله والو ډلو او د طالبانو تر کنترول لاندې سیمو کې رامنځ ته کیږي.

دغه کمیسیون وایي خپلسري مجازات، صحرایي محاکمې، د ناموس په نامه وژنې او پر ماشومو هلکانو او نجونو باندې جنسي تیري هغه موضوعگانې دي چې دوی یې سخت اندیښمن کړي دي.

رپوټ: د امریکا غږ خبریال میرویس بیژن


XS
SM
MD
LG