د لاس رسي وړ اتصالات

نورستان کې د سیلابونو له کبله لسګونه کسان ورک دي


چارواکي وايي د ورکو شویو کسان لټون روان دی
چارواکي وايي د ورکو شویو کسان لټون روان دی

په طبیعي پېښو کې د افغانستان دولت د چارو وزارت وايي چې په نورستان ولایت کې د شدیدو بارانونو د ورېدو له امله سیلابونه راغلي چې په پایله کې دغه ولایت کې ۱۴۰ کسان ورک شوي او لټون یې روان دی.

د یاد وزارت رسنیز سلاکار عبدالله ولي زاده جمعه جولای ۳۰ (زمری اتمه) امریکا غږ ته وویل چې له ورک شویو کسانو له ډلې تر اوسه ۳۰ مړي د ویجاړ شویو کورونو نه موندل شوي‌ دي.

ولي زاده وايي یاد ارقام لومړي ني او ښايي د وخت په تېردېدو لوړ شي. دغه سیلابونه تېره ورځ ماښام د نورستان په کامدیش ولاسوالۍ کې راغلي چې د ځايي چارواکو په وینا دغه ولسوالۍ د وسله والو مخالفینو په کنټرول کې ده.

ښاغلي ولي زاده زیاته کړه "د مړو په لټون کې زموږ لویه ستونزه دا ده چې په سیمه کې وسله وال مخالفین فعاله دي. کامدیش ته غځېدلې لاره له غازي اباد او د کونړ ناړې ولسوالۍ نه تېره شوې چې د طالبانو په واک کې دي. زموږ مرستندویه ټیمونه په اسانۍ نشي کولی د پېښې ځای ته ځان ورسوي."

د طبیعي پېښو چارو کې د دولت وزارت وايي چې په دې سیلابونو کې له ۱۵۰ نه ډېر استوګن کورونه په بشپړ او یا هم نیمګړې توګه له منځه تللي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د نورستان د ولایتي شورا مشر سعدالله پاینده زوی امریکا غږ ته ویلي چې د کامدېش د مدیرېش کلي ۹۰ سلنه استوګن کورونه ویجاړي شوي‌دي.

ښاغلی پاینده زوی له حکومت او نړیوالو مرستندویه بنسټونو غوښتلي دي چې ژر تر ژره دې د قربانیانو لپاره مرستې ورورسوي.

XS
SM
MD
LG