د لاس رسي وړ اتصالات

کاپیسا کې د یو کور چت نړېدلی او ۷ تنه مړه شوي


عکس( ارشیف)
عکس( ارشیف)

د کاپیسا ولایت چارواکي وايي چې له باران وروسته د یوه کور چت لوېدلی او د یوې کورنۍ اوه غړي مړه شوي دي.

د کاپیسا د والي ویاند قیس قادري نن شنبه مۍ اتمه (غوايي ۱۸) امریکا غږ ته وویل چې دغه پېښه تېره شپه د نجراب ولسوالۍ د (زنده خېل) په کلي کې شوې ده.

هغه وویل په مړو کې ماشومان او مېرمنې هم شامل دي.

د کاپیسا د والي ویاند زیاتوي چې د روان پسرلي په اوږدو کې دا وروښت بیساری و او حکومت خلکو ته مخکې له مخکې خبر هم ورکړی و.

له دې مخکې د کاپیسا په کوهبند ولسوالۍ کې هم د سېلابونو له امله ۱۱ کسان مړه شوي وو.

تېره ورځ د افغانستان د هوا پېژندنې ادارې په ځينو ولایتونو کې د سختو ورښتونو او سېلابونو را وتلو خبرداری ورکړ.

په همدې حال پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت ویلي چې په تېرو ورځو کې په ۲۵ ولایتونو کې د باران او سیلابونو له امله ۷۸ تنه مړه شوي‌، ۳۰ تنه ټپیان شوي او ۳۲ تنه نور لادرکه دي.

د دغه وزارت د معلوماتو په اساس په افغانستان کې د سیلابونو د مدیریت پلان ترتیب شوی او دا مهال د تطبیقېدو په حال کې دی.

دا وزارت وایي چې د دغه پلان د تطبیق لپاره کابو دوه میلیارده افغانۍ په پام کې نیول شوي او د ولایتي کمېټو په همکارۍ به د سیلابونو د زیانونو کچې راټیټولو او له سیلاب ځپلو سره د مرستو په برخو کې ولګول شي.

XS
SM
MD
LG