د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې وروستیو سېلابونو ۲۳ کسان مړه کړي


د طبیعي پېښو په وړاندې د کبارزې په چارو کې د طالبانو د حکومت وزارت وایي، په تیرو دوو ورځو کې د افغانستان یو شمېر ولایتونو کې د بارانونو او سېلابونو راوتلو له امله ۲۳ کسان مړه شوي او ۲۰ نور ټپيان شوي دي.

د یاد وزارت ویاند محمد نسیم حقاني نن دوشنبه جولای ۲۵ (زمري درېیمه) ویلي چې د سیلابونو په وجه دغه مرګ ژوبله په میدان وردګ، ننګرهار، پکتیا، نورستان، پنجشېر، پکتیکا او پروان ولایتونو کې مړه او ټپیانرامنځته شوې ده.

ویل کیږي چې له دغه کسانو څخه ۱۰ تنه په میدان وردګ، پنځه تنه په ننګرهار، درې تنه په نورستان او پاتې په نورو ولایتونو کې مړه شوي دي.

د نوموړي په وینا د افغانستان په لسو ولایتونو کې د تازه سېلابونو له امله په زرګونه جریبه کرنیزې ځمکې او فصلونه، پلونه، پلچکونه، فرعي او لویې لارې هم تخریب شوي دي.

تیره ورځ د ننګرهار ولایت ځايي مسؤلینو وویل چې په دغه ولایت د کابل ـ جلال اباد لویه لار د سېلابونو را وتلو له امله څو ځایه د ترافیکو پر مخ تړل شوې وه.

د عیني شاهدانو له قوله سېلابونو تر ډېره د دغه ولایت په بټي کوټ ولسوالۍ کې خلکو د سر او مال درانه زیانونه اړولي و. د دوی په وینا له سېلابونو څخه اغېزمن خلک بېړنو مرسته ته اړتیا لري.

خو نن د طالبانو حکومت د فواید عامې وزارت وویل چې د کابل-جلال اباد لار نن دوشنبه بیرته د ترافیکو پر مخ خلاصه شوې ده.

بلخوا ویل کیږي چې په زابل او هلمند ولایتونو کې هم سېلابونو خلکو ځاني او مالي زیانونه رسولي دي.

پر همدې مهال د افغانستان د هوا پيژندنې ادارې پرون یکشنبه او نن دوشنبه په ۲۴ ولایتونو کې د نورو بارانونو او سېلابونو را وتلو اټاکل کړی دی.

په دغه ولایتونو کې نورستان، بدخشان، کونړ، لغمان، ننگرهار، پکتیا، پکتیکا، لوگر، خوست، غزني،کاپیسا، پنجشیر،کابل، پروان، میدان وردګ، دایکندي، اروزگان، غور، کندهار، هلمند، نیمروز، فراه، هرات او زابل شامل دي.

یادې ادارې ویلي چې د ورښت کچه به په بیلابیلو سیمو کې له ۱۰ څخه تر ۴۰ ملي متره پوري وي.

XS
SM
MD
LG