د لاس رسي وړ اتصالات

سروبي کې د غر ښویدو له امله د کابل ـ جلال اباد لار تړل شوې


عکس: د پېښې سیمه
عکس: د پېښې سیمه

د طالبانو حکومت د فواید عامې وزارت وايي، په سروبي ولسوالۍ کې د غر ښویېدو له امله د کابل ـ جلال اباد لار د ترافیکو پر مخ تړل شوې ده.

د یاد وزارت د ویاند مرستیال محمد اشرف حق شناس نن یکشنبه جنورۍ نهمه (مرغومې ۱۹) امریکا غږ ته وویل چې دغه لار د نن سهار راهیسي بنده شوې او په خبره یې د خلاصولو هڅې روانې دي.

ښاغلي حق شناس زیاته کړه چې د دغه وزارت کاري ټېم سیمې ته رسېدلی او ډیر ژر به دغه لار بیرته د ترافیکو پر مخ خلاصه کړي.

د فواید عامې وزارت مرستیال ویاند همدارنګه وویل چې تر دا مهاله د دغه طبیعي پېښې له امله رامنځته شوې مرګ ژوبله معلومه نه ده، خو ویې ویل چې تر څېړنو وروسته به یې معلومات له رسنیو سره شریک شي.

پر همدې مهال یو شمېر عیني شاهدانو ویلي چې د غر ښویېدو په سیمه کې ګڼې ستونزې پیدا کړي او په خبره یې یو شمېر کسانو ته یې مرګ ژوبله هم اړولې ده.

د دوی په خبره یې چې په دغه پېښه کې درې موټر ویجاړ شوي دي. اوس مهال دواړو لورو ته په سلګونو موټر بن پاتې دي او مسافر له حکومتي مسؤلینو څخه د لارو خلاصولو غوښتنه کوي.

دا په داسې حال کیده چې د څو ورځو راپدېخوا د افغانستان په څو ولایتونو کې واورې او بارانونه پیل شوي چې له امله په ګڼو ولایتونو کې سېلابونه هم را وتلي دي.

د افغانستان د هوا پيژندې ادارې تیره ورځ د افغانستان په نهو ولایتونو کې د واورو، بارانونو او سېلابونو را وتلو اټاکل کړی و.

XS
SM
MD
LG