د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې د سخت ورښت او سېلابونو راوتلو په اړه خبرداری


د افغانستان د هوا پيژندنې ملي ادارې نن او سبا چهارشنبه د افغانستان په ځینو سیمو کې د سختو ورښتونو، تندو بادونو او سېلابونو را وتلو خبر داری ورکړی دی.

یادې ادارې نن سې شنبه جون ۲۱ (غبرګولې ۳۱) ویلي چې د هوا پيژندنې ادارو د معلوماتو له مخې افغانستان ته داخل شوې باراني څپه به د دغه هیواد په شمال ختیځ، ختیځ، جنوب ختیځ او مرکزي ولایتونو کې د سختو ورښتونو، سېلابونو را وتلو او سیندونو اوبو د سطحې لوړېدو لامل شي.

د افغانستان د هوا پيژندنې ادارې ویلي دغه ورښت چې تیره ورځ په ځینو سیمو کې يپل شوی او نن شپه به یې شدت نور هم زیات او سبا به هم ادامه ولري.

دغه ادارې له ټولو خلکو څخه غوښتي چې نن او سبا د سیندنو له نژدې څنډو او لویو لارو باندې له تګ راتګ څخه ډډه وکړي.

د افغانستان د هوا پيژندنې ادارې همدارنګه ویلي چې یاد ورښتونه، تند بادونه او سېلابونه تر ډېره د سالنګونو په ګډون د افغانستان په ۲۳ ولایتونو کې وي.

په دغه ولایتونو کې بدخشان، تخار، کندز، بغلان، غور، سمنګان. سرپل، بامیان، دایکندي، میدان وردګ، غزني، زابل، نورستان، کونړ، ننګرهار، لغمان، پنجشیر، پروان، لوګر، کابل ، پکتیا، خوست، پکتیکا شامل دي.

د هوا پيژندنې ادارې ویلي چې د ورښت کچه په بیلابیلو نقاطو کې (۲۰ څخه تر ۷۰) ملي متر پوري وي او همدارنګه د هیواد په شمال، شمال لویدیځ ،لویدیځ، جنوب لویدیځ او مرکز او جنوب کې هم د نسبتاً تند بادونو او ډوړو اتکل کیږي.

بلخوا د طالبانو حکومت د فواید عامې وزارت وايي، نن سې شنبه جون ۲۱ (غبرګولې ۳۱) سهار وختي د بامیان ولایت په ځینو سیمو کې واوره شوې ده.

یاد وزارت ویلي: "د باميانو ولايت ټولگټو رياست د راپور په اساس نن سهار وختي د دې ولايت په ځينو برخو کې نسبتاً تېزه واوره اورېدلې، خو د ياد ولايت ټولې لارې د هر ډول ترافيکو پر مخ خلاصې دي."

XS
SM
MD
LG