د لاس رسي وړ اتصالات

د سړکونو ویجاړېدو افغانستان کې سېلاب ځپلو ته د مرستې رسولو چارې ټکنۍ کړي ـ راپور


د ملګرو ملتونو د کډوالۍ سازمان (IOM) وايي، د افغانستان په ځینو ولایتونو کې د وروستیو پرله پسې بارانونو او سېلابونو را وتلو له امله د مخابراتي شبکو فعالیتونه قطعه شوي او همدارنګه د سړکونو خرابوالي سېلاب ځپلو ته د مرستو رسول ټکني کړي دي.

دغه سازمان د اګست پر ۲۶ (وږې څلورمه) پخپل اونیز راپور کې ویلي چې د سختو بارانونو او سېلابونو سربېره، په ګڼو ولایتونو کې له سېلاب ځپلو سره د مرستې په هدف مرستندویه ټېمونه ځای پر ځای شوي دي.

په دغه راپور کې ویل شوي چې په وروستیو څو ورځو کې د افغانستان په ختیځو، جنوبي، او مرکزي سیمو کې پراخ سېلابونه راوتلي دي. د ملګرو ملتونو د کډوالو سازمان زیاته کړې چې د تېرو ورځو سېلابونو له امله په افغانستان کې لږ تر لږه ۶۰ کسان مړه شوي او ۶۰ نور ټپیان شوي دي.

د دغه سازمان د معلوماتو په اساس په دغه سېلابونو کې ۱۲ زره ۵۰۰ کورنۍ اغېزمنې شوي، ۴زره ۱۷۶ کورونه څه ناڅه زیانمنې شوي او څه باندې ۱۰۰ کورونه په بشپړه توګه نړېدلي دي.

دغه سازمان ټینګار کړی دی چې په تازه پېښه کې، په لغمان ولایت کې د سېلابونو له امله بېځایه شوو کسانو لپاره یو موقتي کمپ جوړ کړی دی او اوس مهال هغوی ته د خوراکي موادو په ګډون د مرستې رسول دوام لري.

دا په داسې حال کې ده چې د تېرې شاوخوا یوې میاشتې راپدېخوا د افغانستان یو شمېر ولایتونه د سختو بارانونو او سېلابونو راوتلو شاهدان و.

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د تیرې پنجشنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل چې په افغانستان کې د تېرې یوې میاشتې راپدېخوا د سېلابونو له امله ۱۸۲ کسان مړه شوي او ۲۵۰ نور ټپیان شوي دي.

بلخوا ویل ویل کیږي چې د وروستیو سېلابونو له امله د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې لویې او فرعي لارې، پل، پلچکونه هم تخریب شوي چې له امله لارې د لنډ مهاله لپاره لارې هم تړل شوي دي. د طالبانو د فواید عامې وزارت نن شنبه ویلي چې د کابل ـ کندهار لویه لار چې د سېلابونو له امله تړل شوې وه تېره ورځ بیرته خلاصه شوې ده.

د دوی په وینا په پنجشېر، میدان وردګ، بامیان او نورستان ولایتونو کې د عمومي لارو د بیرته خلاصولو په اړه هم د دوی عملیات روان دي.

په ورته مهال د طالبانو حکومت دفاع وزارت وايي، د تيري ورځې راپدېخوا يي په ننګرهار، لغمان او کندهار ولايتونو کې په سېلابونو کې بند پاتي سلګونه کسان ژغورلي دي٠

ياد وزارت ويلي دغه کسان چې د سېلابونو اوبو کې بند پاتي و د هوايي ځواک په مرسته را ايستل شوي دي٠

د يادونې وړ ده چې د افغانستان يو شمير ولايتونو کې د سېلابونو له امله خلکو ته د ځاني زيان تر څنګ پراخ مالي زيانونه هم اړولي دي٠

له سېلابونو څخه اغېزمن خلک د طالبانو حکومت او نړیوالو مرستندویه بنسټونو څخه د مرستې غوښتنه کوي. دوی وايي چې د سېلابونو له امله یې کورونه نړېدلي او په زرګونه جریبه کرنیزه ځمکه او فصلونه یې هم اوبو وړي دي.

XS
SM
MD
LG