د لاس رسي وړ اتصالات

ترکیه کې سیلابونو پنځه تنه وژلي


سیلابونه د ګیره سون په ولایت کې راغلي چې د تورې بحیرې په شمالي برخه کې پروت دی.
سیلابونه د ګیره سون په ولایت کې راغلي چې د تورې بحیرې په شمالي برخه کې پروت دی.

د ترکیې جمهور رئیس رجب طیب اردوګان ویلي چې د تورې بحېرې په شمالې سیمه کې سیلابونو پنځه کسان وژلي او یوولس تري تم دي.

ښاغلي اردوغان نن د یکشنبې په ورځ، اګست ۲۳ (وري ۲) وویل چې سیلابونه د ګره سون په ولایت کې راغلي.

په مطبوعاتو کې په خپرو شویو ویډیوګانو کې ښودل کیږي چې سیلابونه دومره قوي و چې غټې ډبرې او موټر یې په سړکونو کې د ځان سره وړل.

چارواکو ویلي چې سلابونو د ګره سون ولایت سره په نږدې ولایتونو کې هم خلکو ته زیان رسولی. د هوا پیژندنې د ادارو مسؤلینو د سیلابونو راتګ د زیات باران وریدل ښودلي.

په سیلابونو کې ۱۲ تنه ژوبل شوي هم دي.

د ترکیې د بشري مرستو ادارې ویلي چې سیلاب ځپلو سیمو ته یې د لټون او ژغورنې کار کوونکي لیږلي. دغې ادارې ویلي چې د ګره سون ولایت یوې ولسوالۍ ته ټولې غځیدلې لارې بندې شوي او دوي تر اوسه ورته عمله نده لیږلې.

د ترکیې د کورنیو چارو وزارت هم ویلي چې تر اوسه ۱۵۳ کسان ژغورل شوي او شاوخوا زر کسان یې د ورکو شویو کسانو د لټون لپار ګمارلي دي.

دغه وزارت همدرانګه ویلي چې په یو شمیر سیمو کې چې بریښنا پرې شوې وه، بیرته یې وصل کړې خو زیربناوو ته ډیر زیان رسیدلی.

XS
SM
MD
LG