د لاس رسي وړ اتصالات

وروستیو سېلابونو افغانستان کې ۱۹۰ تنه مړه کړي


وروستیو سېلابونو تر ټولو دروند د سر او مال زیانونه په پروان ولایت کې اړولي دي.
وروستیو سېلابونو تر ټولو دروند د سر او مال زیانونه په پروان ولایت کې اړولي دي.

پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت وايي، د تېرې اونۍ سېلابونو له امله په یو شمېر ولایتونو کې ۱۹۰ تنه مړه شوي او ۱۷۲ نور ټپیان شوي دي.

پروان، میدان وردګ، لوګر، پنجشېر، کاپیسا، ننګرهار، پکتیا، نورستان، خوست، کونړ، لغمان، بامیان، غزني او کابل هغه ولایتونه دي چې نسبت نورو سیمو ته زیات سېلابونه پکې راوتلي دي.

پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزیر غلام بهاوالدین جیلاني د سې شنبې په ورځ سپټمبر ۱(وږې۱۱) په کابل کې خبریالانو ته وویل چې د یادو سېلابونو له امله ۱۰۵۵ کورونه په مکمله توګه او ۲۶۹۰ نور څه ناڅه تخریب شوي دي.

هغه زیاته کړه:"تر اوسه له ۴۰۰۰ سېلاب ځپلو کورنیو څخه د ۳۰۰۰ کورنیو سره مرسته شوې ده، پاتې نورو کورنو لپاره هم مرسته روانه ده."

ښاغلي جیلاني وویل چې دا وروستي ارقام نه دي چې په وینا یې کېدایشي تغیر وکړي. د تېرې اونۍ سېلابونو تر ټولو زیات زیان په پروان ولایت کې اړولی دی.

په داسې حال کې په دغه ولایت کې له سېلابونو راوتلو یوه اونۍ پوره کیږي، خو لا هم د سېلاب ځپلو د موندلو عملیات روان دي.

پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزیر وویل چې د راپورونو له مخې لا هم په پروان ولایت کې له ۱۲ څخه تر ۱۵ تنو سېلاب ځپلو جسدونه لا نه دي پیدا شوي. هغه وویل چې عملیات روان دي.

ملګرو ملګرو ملتونو د حکومت د معلوماتو په اساس ویلي چې په پروان کې د سېلابونو له امله ۱۰۶ تنه مړه شوي او ۱۰۶ نور ټپیان شوي دي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر د معلوماتو په اساس تر اوسه هم په پروان کې د د ۲۶ سېلاب ځپلو جسدونه ورک دي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د افغانستان د هوا پيژندنې ادارې په یو شمېر ولایتونو کې د بارانونو او سېلابونو راوتلو اټاکل وکړ.

XS
SM
MD
LG