د لاس رسي وړ اتصالات

پروان کې لا هم د سېلاب ځپلو د پیدا کولو عملیات روان دي ـ چارواکي


د پروان د سېلاب ځپلو د پیدا کولو عملیات
د پروان د سېلاب ځپلو د پیدا کولو عملیات

د پروان سیمه ییز چارواکي وايي، د پنځو ورځو په تېرېدو سره لا هم په دغه ولایت کې د سېلاب ځپلو د پیدا کولو عملیات روان دي.

د پروان ولایت ویاندې وحیده شهکار نن دوشنبه اګست ۳۱مه (وږې لسمه) امریکا غږ ته وویل چې په دغه ولایت کې د سېلابونو له امله د مړو شمېر ۱۲۰ او ټپیانو ۱۳۲ تنه ته رسېدلی دی.

هغې وویل چې د دغه طبیعي پېښې زیات قربانیان ښځې او ماشومان دي.

نوموړې زیاته کړه: "اوس هم ژغورونکې ټېمونه په سیمه کې د پاتې جسدونو د پیدا کولو لپاره په عملیاتو بوخت دي، دا چې څومره کسان به تر خاورو او ورانیو لاندې وي څه نشو ویلی، خو احتمال لري چې یو شمېر لا پاتې وي."

په پروانولایت کې تر خاورو او ورانیو لاندې د پاتې کسانو د را ایستلو عملیاتو لویه برخه کې د افغان دفاعي ځواکونو په غاړه ده.

د افغانستان دفاع وزارت اعلان کړی چې اوس هم په سیمه کې د ملي اردو ځواکونه د ژغورنې په عملیاتو بوخت دي.

دغه وزارت همدارنګه د دغه ولایت له اوسېدونکي څخه غوښتي: "که چیري په سیمه کې تر خاورو او ورانیو لاندې د کومې کورنۍ کسان بند پاتې وي په سیمه کې دي ملي اردو ته ژر تر ژره خبر ورکړي، تر څو هغوی یې را وباسي."

له سېلاب ځپلو سره مرستې

سیمه ییز چارواکي وايي چې سېلاب ځپلو ته یې د مرستو رسولو لړۍ یې پیل کړې او تردا مهاله یې یو شمېر کورنیو ته مرستې هم رسولي دي.

د پروان ولایت ویاندې زیاته کړه چې تر دا مهاله څه باندې ۱۵۰۰ کورنۍ پيژندل شوي او د مرستې رسول ورته پيل شوي.

چارواکي وایي چې دغه مرستې په کور دننه د خیریه بنسټونو، شتمنو او نړیوالو ادارو لخوا برابرې شوي دي.

سیمه ییز چارواکو تر دې مخکې ویلي و چې د تیرې اونۍ د اورښتونو او سېلابونو له امله په دغه ولایت کې څه باندې ۱۰۰۰ کورونه تخریب شوي دي.

XS
SM
MD
LG