د لاس رسي وړ اتصالات

ملګري‌ملتونه: دریو میاشتو کې مو ۷ میلیون افغانانو ته خواړه رسولي


َعکس(ارشیف)
َعکس(ارشیف)

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره (وچا) وايي د روان میلادي کال د سپټمبر میاشتې څخه تر نومبر میاشتې پورې یې په افغانستان کې په اوو میلیون کسانو خواړه وېشلي دي.

اوچا پرون ناوخته ډسمبر پنځمه (لېندۍ ۱۴) ویلي چې په دغه موده کې د ۱۷۸۰۰۰ په خوارځواکۍ اخته ماشومانو لپاره خواړه هم برابر کړي دي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې همدارنګه ویلي چې د دې ترڅنګ یې ۸۸۰۰۰۰ کسانو ته بېړني روغتیايي درمل هم رسولي دي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر یا (OCHA) تیره اونۍ وویل چې افغانستان په چټکۍ سره د نړۍ تر ټولو لوی بشري ناورین پېښېدونکی دی.

په اسیا کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر ویلي و چې د افغانستان په هرو دوو کسانو کې یو نه پوهیږي چې د دوی راتلوونکي خواړه به له کوم ځای څخه راځي او په څلورو کې یوه میندواره مېرمن او په دوو ماشومانو کې یو یې په خوارځواکۍ اخته دي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږۍ دفتر د معلوماتو په اساس په افغانستان کې په دوو کسانو کې یو یې بشري مرستو ته اړتیا لري.

اوچا همدارنګه ویلي چې په افغانستان کې ګڼ شمېر ښځې، نارینه او ماشومان له خپلو کورونو څخه بېځایه شوي دي او په خبره یې دوی نه غواړي چې د جګړو له امله د بېځایه کېدو ځای فقر او سخته لوږه ونیسي.

اوچا ویلي: "که موږ اوس عمل ونکړو بشري اړتیاوې به اسمان ته وخېږي."

بلخوا روانه اونۍ د مهاجرت نړیوال سازمان وویل چې تر دا مهاله په افغانستان کې څه باندې ۵.۵ میلیونه کسان په زور له خپلو سیمو څخه بېځایه شوي دي.

د مهاجرت نړیوال سازمان د معلوماتو په اساس یوازې په روان ۲۰۲۱ میلادي کال کې څه باندې نیم میلیون کسان له خپلو سیمو څخه بېځایه شوي دي.

که څه هم پر افغانستان د طالبانو تر حاکمیت وروسته په دغه هیواد کې د اقتصادي ستونزو او خلکو د بېکاره کېدو په اړه راپورونه ورکول شوي، خو طالبانو ویلي چې د دوی تر حاکمیت مخکې هم دغه هیواد له اقتصادي کړکېچ سره مخ و.

XS
SM
MD
LG