د لاس رسي وړ اتصالات

هند، روسيه او چین: افغانستان کې د مخدره توکیو په قاچاق او بشري وضعیت اندیښمن یو


هند، روسیې او چین د افغانستان څخه د مخدره توکیو په قاچاق باندې د اندیښنې په څرګندولو سره ژمنه کړې چې په وړاندې یې د مبارزې لپاره په سیمه کې زیات کار وکړي.

دغو دریو هیوادونو په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي چې د افغانستان او له هغه اخوا د مخدره توکیو د قاچاق زیاتیدل د سیمې امنیت او ثبات ته جدي ګواښ رامنځته کوي او تروریستي سازمانونه ترې پیسې ترلاسه کوي.

دا پداسې حال کې دي چې دوه تنه افغانان په هند کې د درې ټنو هیروینو سره نیول شوي دي.

د هند د بهرنیو چارو وزیر سبرامنیم جي‌شنکر، د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف او د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي په یوه آنلاین غونډه کې په افغانستان کې مخ په زیاتیدونکي بشري کړکیچ هم اندیښنه وښودله.

د اګست په میاشت کې د طالبانو د واکمن کیدو او د لویدیز پلوه حکومت د ویجاړیدو وروسته افغانستان د میلیاردونو ډالرو بهرنیو مرستو د پای ته رسیدو په نتیجه کې د سخت کړکیچ سره مخامخ شوی دی.

دغو دریو هیوادونو په یوه ګډه اعلامیه کې افغانستان سره د عاجلو او له خنډ پرته بشري مرستو کولو غږ وکړ او پء طالبانو یې هم غږ وکړ چې د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د پریکړو او په دې هیواد کې د ملګرو ملتونو د مرکزي رول ادا کولو درناوی وکړي.

د هند د بهرنیو چارو وزیر ښاغلي جي‌شنکر په خپل ټویټر لیکلي چې طالبان باید د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۲۵۹۳ شمیرې پریکړه لیک په اساس د لشکر طیبه او جیش محمد د ډلو په ګډون سخت دریځو ډلو ته اجازه ورنکوي چې د افغانستان له خاورې څخه د ترهګریزو فعالیتونو لپاره ګټه واخلي.

هغه همداشان لیکلي چې هند په یو بشري اقدام کې افغانستان ته د غنمو د استلو وړاندیز کړی دی او دغه بهیر باید له خنډه او د هغه د سیاسي کولو پرته ترسره شي.

د پاکستان حکومت د سه شنبې په ورځ نومبر ۲۳ (لیندۍ دوهمه) هند ته اجازه ورکړه چې ددې هیواد د ځمکنیو لارو څخه افغانستان ته د نوي ډهلي مرسته شوي غنم ولیږدول شي.

د پاکستان د اطلاعاتو وزیر فواد چوهدري په یو خبري کنفرانس کې وویل: «مونږ د ۵۰۰ زره ټنو غنمو انتقالیدو ته چې هند غواړي افغانستان ته یې واستوي جازه تصویب کړه».

د ملګرو ملتونو سازمان هم ویلي چې افغانستان د بشري ناورین په درشل کې دی او د هغه هیواد څه باندې نیمایي نفوس په راروان ژمي کې د کافي خوراکي‌ توکو د نشتون له خطر سره مخامخ دي.

ملګرو ملتونو د سه شنبې په ورځ نومبر ۲۳ (لیندۍ ۲) وویل چې د روان میلادي کال تر پایه په افغانستان کې د بشري ناورین سره د مقابلې لپاره ددې سازمان له خوا د ۶۰۰ میلیون ډالرو مرستې غوښتنه پوره شوې ده.

له بلې خوا د امریکا متحده ایالاتو او نورو لویدیځو هیوادونو د افغانستان ۱۰ میلیارډ ډالر زیرمې کنګل کړي او هغه ته یې د طالبانو لاسرسی بند کړی دی.

د طالبالنو ډلې او د ملګرو ملتونو او سره صلیب په ګډون نړیوالو سازمانونو خبرداری ورکړی چې افغانستان د سخت بشري ناورین سره مخامخ دی.

سره صلیب ویلي چې د افغانستان ۶۰ فیصده نفوس یا شاوخوا ۲۴ میلیون وګړي د سختې لوږې سره مخامخ دي.

دغه نړیوال بنسټ خبرداری ورکړی چې د روان میلادي کال تر پایه به د افغانستان د نفوص ۹۷ فیصده وګوي د فقر د خط لاندې واقع شي او ددې هیواد ۳.۲ میلیون ماشومان به د خوارځواکۍ سره مخامخ شي.

XS
SM
MD
LG