د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا مېشتي مسلمانان په روژه کې پر بې کوره خلکو خواړه وېشي


وروستي ارقام ښیي چې په واشنګټن ډي سي کې شاوخوا ۴۴۰۰ تنه بې کوره خلک شتون لري او ډیری یې خوراکي مرستو ته اړتیا لري.
وروستي ارقام ښیي چې په واشنګټن ډي سي کې شاوخوا ۴۴۰۰ تنه بې کوره خلک شتون لري او ډیری یې خوراکي مرستو ته اړتیا لري.

د امریکا په ویرجینیا ایالت کې د مسلمانانو یوه ټولنه د روژې په میاشت کې خواړه پخوي او ددغه ایالت او شاوخوا سیمو پر بې کوره خلکو یې ویشي.

د خوړو وېشلو دې چارې ته "د فکري خوړو" نوم ورکړل شوی چې د "امین پروژې" په نوم غیر انتفاعي موسسې له خوا پر مخ وړل کیږي. دا موسسه په ۲۰۱۸ کال کې د ویرجینیا ایالت د مسلمانو سوداګرو له خوا رامنځته شوې ده.

بنګله دیشي الاصله امریکایي سید مظهر د "فکري خوړو" پروګرام رضاکار چې واشنګټن ته نږدې ژوند کوي، د یکشنبې په سهار، له لمانځه وروسته، خواړه پخوي. وايي، په خوړو کې یې کوفته، نخود او سبزیجات شامل دي. دا خواړه د کورنۍ یا ملګرو لپاره نه دي، مګر د واشنګټن د سیمې د بې کوره خلکو لپاره دي.

سید مظهر وايي: "کله چې مونږ خواړه پخوو، نو مونږ یې په تصادفي ډول نه پخوو. مونږ ګورو چې د دوی لپاره څه ښه دي."

د مظهر لپاره، د خواړو شریکول د هغه د عقیدې ښکارندویي ده. وايي: "دا د دې استازولي کوي چې موږ مسلمانان څوک یو."

د "امین پروژه" له یوه اپلیکیشن نه پیل شوې چې د مسلمانانو اړوند د جوماتونو، د لمونځ د وختونو، جنازې او داسې نورو ټولنیزو غونډو په اړه معلومات خپروي.

د "فکري خوړو خیریه ټولنې" یوه غړې، نایلا سنګکار، وايي چې ماشومان یې په "امین" پروژه کې د رضاکارانو په توګه فعال دي. هغه وايي: "زه هیله لرم چې دوی دا احساس کړي او له خدایه منندوی واوسي چې هر هغه څه لري چې دوی ورته اړتیا لري."

د واشنګټن ډي سي په شاوخوا مختلفو پارکونو کې په سلو بې کوره خلکو خواړه او څښاک ویشل شوي دي.

د فکري خوړو خیریه ټولنې غړی، عبدالرزاق محمد، یې په هکله وايي: "مونږ خلکو ته پرته له دې چې پوه شو چې څوک دي، عیسوي، یهودي، که هرڅوک خو چې بې کوره وي، څوک نه لري چې د دوی ساتنه وکړي، مونږ ورته خواړه وېشو."

وروستي رسمي ارقام ښیي چې په واشنګټن ډي سي کې شاوخوا ۴۴۰۰ تنه بې کوره خلک شتون لري، چې د کرونا وبا د وخت په پرتله کم دي، مګر ډیری یې لاهم منظمو خوراکي مرستو ته اړتیا لري.

XS
SM
MD
LG