د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان له سینگاپور څخه د فوټبال لوبه وگټله


د ٢٠١٨ کال د فوټبال د نړیوال جام لوبې په روسیه کې کیږي.
د ٢٠١٨ کال د فوټبال د نړیوال جام لوبې په روسیه کې کیږي.

د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې نن د سه شنبې په ورځ د ایران د پلازمینې تهران تختي میدان کې د ٢٠١٨ کال د نړیوال جام لوبو ته د لارې موندلو په سیالیو کې وکړای شول چې د سینگاپور ملي لوبډلې ته دوه د یو په مقابل کې ماتې ورکړي.

د ٢٠١٨ کال د فوټبال د نړیوال جام لوبې په روسیه کې ترسره کیږي.

د نننۍ لوبې لومړنی گل د افغانستان د ملي ټیم مهاجم خیبراماني په ٣٩ دقیقه کې وواهه او د لوبې دوهم گل افغان لوبغاړي یوسف شیردل په ٧٨ دقیقه کې وواهه چې تازه د بل لوبغاړي په بدل کې میدان ته راغلی و.

د افغانستان د فوټبال د ملي ټیم په ترکیب کې دا لوبغاړي شامل وو: گولکیپر اویس عزیزي؛ د دفاع خط: حسن امین، مسیح سیغاني، محمد هاشمي او مجیب جمالي. په منځني دفاعي خط ک: اباسین علي خیل، کنشکا طاهر، نورالله امیري او د حملې په منځني خط کې فیصل شایسته، زبیر امیري لوبه کوي او خیبر اماني د افغانستان د حملېد خط لوبغاړی و.

یوسف شیردل او آرش عاطفي دوه افغان لوبغاړي وو چې د لوبې په دوهمه نیمایي کې د خپلو ملگرو په بدل کې میدان ته ننوتل.

د سینگاپور ملي ټیم خپل یواځنی گول د یو کارنر په نتیجه کې ترسره کړ. د افغانستان د ملي ټیم گولکیپر اویس عزیزي بې وخته له گل څخه ووت او سینگاپوري لوبغاړو ته زمینه برابره شوه چې گل ووهي.

د تهران د فوټبال په ستدیوم کې افغانان د خپل ټیم هرکلی کوي
د تهران د فوټبال په ستدیوم کې افغانان د خپل ټیم هرکلی کوي

په دغو دریو امیتیازونو سره د افغانستان ملي ټیم وکړای شول د آسیا د فوټبال د جام مقدماتي لوبو ته لاره ومومي.

د افغانستان او د سینگاپور د ملي ټیمونو لوبه په زرگونو افغانانو چې په ایران کې اوسیږي د تهران په تختي ستدیوم کې په ژوندۍ بڼه ولیدله.

د افغانستان د ملي ټیم ترینر پیتر شیگرت، د امریکا غږ ته وویل چې په انفرادي توگه د افغان ټیم د لوبغاړو د هم آهنگۍ او تمرین لپاره پوره وخت نه لري.

هغه ویلي دي چې اکثر افغان لوبغاړي د سیالیو څخه دوه یا یوه ورځ دمخه له اروپا، امریکا او افغانستان څخه راټولیږي او د سیالو ټیمونو په وړاندې لوبې کوي او د زیاتې هم آهنگۍ لپاره پوره وخت نه لري.

دا چې د سینگاپور ملي ټیم د جاپان سره خپله لوبه مساوي کړې وه او نن افغانستان د سینگاپور ټیم ته ماتې ورکړه نو دې کار د افغان لوبغاړو پر روحیې باندې زیات مثبت تاثیر درلودلی دی.

XS
SM
MD
LG