د لاس رسي وړ اتصالات

جبري نکاح، زنا ده که گناه؟


دیني عالمان د جبري نکاح د یو ځاي کیدو د حلال او حرام په اړه سره اختلاف لري، د افغانستان مدني قانون د قضیې یو اړخ قربانی او بل اړخ مجرم ګڼي.
دیني عالمان د جبري نکاح د یو ځاي کیدو د حلال او حرام په اړه سره اختلاف لري، د افغانستان مدني قانون د قضیې یو اړخ قربانی او بل اړخ مجرم ګڼي.

په زور نکاح یا داسی نکاح چې نجلۍ یا هلک رضایت ونه لري د افغانستان به لېري پرتو سیمو کې ډیر لیدل شوي او لیدل کیږي او ډیر خلک په ځانګړي توګه په نکاح کې د نجونو خوښه او له هغوی پوښتنه کول، شرم ګڼي.

دیني عالمان وايي چې په نکاح کې دوه اساسي برخې "ایجاب او قبول" دي چې په اسلامي طریقه کې باید دواړه خواوې رضایت ولري او اسلام هم پر همدې ټینگار کوي.

د کابل د کارته چهار جامع جومات ملا امام عزیز الله مفلح، وایې چې د قرآنی آیت پر اساس " فانکحوا ما طاب لکم" چې وایي تاسې هغو کسانو سره نکاح وکړئ چې ستاسو خوښیږي او وایی چې مور او پلار ته نه ښایي چې خپل زامن او لوڼې په جبر سره نکاح ته مجبورې کړي.

ښاغلی مفلح وایي چې اسلام په نکاح کې مور او خاصتاْ پلار ته ولایت ورکړی دی، مګر بیا هم میندو او پلرونو ته په کار ده چې د خپلو اولادونو څخه وپوښتي چې آیا غواړي چې د وړاندیز شوي کس سره نکاح وکړي که نه.

د امریکا په ویرجنیا ایالت کې د اسلامی زده کړو استاد محمد داود نسیمی وایي "کله چې ښځه او میړه د واده په شپه سره یوازی کیږي نو باید له یو بل څخه وپوښتي چې آیا نکاح ورته منظوره ده که نه؟ ځکه چې په افغاني ټولنه کې چپتیا د رضایت نښه بلل کیږي چې دا صحیح خبره نه ده."

په جبري نکاح کي مقاربت

عزیز الله مفلح وایې هغه واده شوې جوړه چې په زوره نکاح شوي وي که سره یو ځاې کیږي نو دغه یوځای کیدل زنا بلل کیږي او که ثابته شي نو حد پرې جاري کیږي.

ښاغلی مفلح وایي چې که د یوې نجلۍ نکاح د هغې د رضایت نه پرته تړل شوی وي په هیڅ مذهب کې نه امام ابوحنیفه، نه امام شافعي، نه امام احمد حنبل او نه هم د امام مالک په مذاهبو کې صحیح بلل شوي دي.

مفلح وایې نارینه شرعي اجازه لري چې د نکاح دمخه د هغې ښځې یا نجلئ سره وګوري چې ورسره نکاح تړي او د لږ وخت لپاره ورسره خبري وکړي.

خو نسیمی وایې چې په جبري نکاح کې که نجلۍ ونغواړي چې یو ځاي شي او نارینه د زور نه کار واخلي، نو دا غټه ګناه ده مګر زنا نه شمیرل کیږي او باید چې قاضي په دي اړه فیصله وکړي.

د اسلامی زده کړو دغه استاد وایې اسلام، میندو او پلرونو ته توصیه کوي چې د خپلو اولادونو آیندې ته ښه تدبیر ونیسي او هغوی ته داسې کسان انتخاب کړي چې د روحي، فکري او ‌‌‌ذهني اړخه سره توافق ولري او ټولنیز موقف یې سره نږدي وي "هغه میندې او پلورنه چې د خپلو اولادونو حق نه پرځاې کوي، خدای ته به مسوول وي."

حقوقي اړخ

له دې سره چې دیني عالمان په جبري نکاح کې د یو ځاي کیدو د حلال او حرام په اړه سره اختلاف لري خو د افغانستان مدني قانون د قضیې یو طرف قربانی او بل طرف مجرم ګڼي.

د حقوق پوهانو د اتحادیې رییس کبیر رنجبر وایې چې جبري نکاح باطله ده او هر هغه کس چې په دې ډول یو ځای کیدو پر مقابل لورې جبر کوي په قانونی بڼه جزا ورکول کیږي.

ښاغلی رنجبر زیاتوي چې ددې سره سره په افغانستان کې هلکان او په تیره بیا نجونې د خپلې کورنۍ د رضا او خوشحالتیا په خاطر ستونزي پر ځان مني او شریکه ژوند پیلوي.

خو عزیز الله مفلح وایي چې د داسې خلکو ژوند اکثره د ستونزو او تاوتریخوالي نه ډک وي او حتا خبره تر طلاقه پوري رسیږي.

XS
SM
MD
LG