د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا د افغان هوايي ځواکونو پیلوټې ته پناه ورکړه


نیلوفر رحماني د طالبانو د رژیم وروسته لومړنۍ افغانه پیلوټه وه
نیلوفر رحماني د طالبانو د رژیم وروسته لومړنۍ افغانه پیلوټه وه

د متحده ایالاتو د افغان مخکښې پیلوټې نیلوفر رحماني د پناه غوښتنې درخواست ومانه. نیلوفر رحماني د طالبانو د رژیم د پرزیدو راوروسته لومړنۍ افغان پیلوټه وه.

٢٧ کلنه نیلوفر رحماني چې په ٢٠١٦ کې د پیلوټۍ زده کړو لپاره د امریکا ته راغلې وه شاوخوا ١٦ میاشتې مخکې یې دغلته سیاسي پناه وغوښتله.

افغان پیلوټې د پناه غوښتنې له منلو وروسته یې د وال ستریټ ژورنال ته وویل "له ټولو هغو کسانو نه چې دغه کار (پناه غوښتنې) یې وکړ خوشحاله او منندویه یم".

نیلوفر رحماني د پوځي پیلوټې په توگه په امریکا کې زده کړې کولې
نیلوفر رحماني د پوځي پیلوټې په توگه په امریکا کې زده کړې کولې

د افغانستان د هوایي ځواکونو مقاماتو د امریکا غږ د پرله پسې تماسونو سره سره پدې هکله له نظر ورکولو ډډه وکړه، خو وال ستریټ ژورنال د افغانستان د دفاع وزارت د ویاند محمد رادمنش، له قوله لیکلي دي چې رحماني "حق لري هر چیرته چې غواړي ژوند وکړي".

وال ستریت ژورنال همداشان لیکلي چې نیلوفر رحماني اوس غواړي د خپل ژوند اصلي هدف چې پیلوټي ده، دوام ورکړي که د ملکي الوتکو پرواز وي او که د امریکا په هوایي ځواک کې د پیلوټۍ دنده وي.

نیلوفر رحماني په افغانستان کې د دندې پر وخت
نیلوفر رحماني په افغانستان کې د دندې پر وخت

د نیلوفر رحماني وکیلې کیمبرلي موتلي وویل چې موکله یې د یاغیانو له لورې گواښل کیده. هغې ادعا کړې چې د نیلوفر کورنۍ د مرگونو گواښونو په نتیجه کې څو ځلې له یوځای نه بل ځای ته کډه کړې.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت نیلوفر رحماني په ۲۰۱۵ کال کې د ‌”زړه ورې ښځې“ د نړیوالې جایزې گټونکې اعلان کړه چې دغه جایزه بیا د امریکا د مخکني جمهور رئیس د میرمنې میشل اوباما له لورې هغې ته ورکړل شوه.

د ‌”زړه ورې ښځې“ د نړیوالې جایزې د ورکولو د مراسمو یادگاري تصویر
د ‌”زړه ورې ښځې“ د نړیوالې جایزې د ورکولو د مراسمو یادگاري تصویر

نیلوفر رحماني په ٢٠١٢ کې په افغان هوایي ځواک کې شامله شوې وه.

XS
SM
MD
LG