د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان کې پخواني افغان پوځیان: نړیوالې ټولنې زموږ د اینده په اړه غفلت کړی


عکس (ارشیف)
عکس (ارشیف)

د افغانستان د مخکني حکومت د امنیتي ځواکونو یو شمېر منسوبین، چې د طالبانو له بیا واکمن کېدو وروسته یې پاکستان کډه کړې، په نړیوالې ټولنې نیوکه کوي چې د هغوی د اینده په اړه هیڅ اقدام نه دی کړی.

د افغان پوځ دغو پخوانیو منسوبینو د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ ته په یو سرخلاصي لیک کې لیکلي، چې د ژوند د تیرولو او ژوندي پاتې کیدو لپاره ستونزې ګالي.

په دې لیک کې ویل شوي، چې لوړ پوړې صاحب منصبان، بریدملان او د پوځ منسوبینو په ګاونډیو هیوادونو کې په ډیر سخت او ستونزمن وضعیت کې ژوند تیروي او د کورنۍ ډیر غړي یې د ناعلاجه ناروغیو څخه کړیږي. د دغو پخوانیو امنیتي منسوبینو د وینا له مخې چې د دوی ډیر ماشومان او د هغوی میندې هم د خوارځواکۍ د ناروغۍ څخه کړیږي.

په لیک کې ویل شوي: "نړیواله ټولنه د پخوانیو امنیتي ځواکونو پر وړاندې چې پاکستان ته کډوال شوي غفلت کړی دی او [دغو ځواکونو منسوبینو] هیڅ ډول مرسته نه ده ترلاسه کړې، نړیوالې ادارې، ملګري ملتونه او مرسته کوونکي او کډوال مننوونکي هیوادونه د پخوانیو افغان امنیتي ځواکونومنسوبینو وضعیت ته پاملرنه کوي."

د ۲۰۲۱ کال د اګست میاشت کې له افغانستان څخه د نړیوالو ځواکونو د وتلو او واک ته د طالبانو د بیرته ستنیدلو وروسته په زرګونو پخواني امنیتي ځواکونو منسوبینو د طالبانو د غچ اخیستلو او د خپل ژوند د ساتلو لپاره بهرنیو هیوادونو په ځانګړي ډول د دغه هیواد ګاونډیو ایران او پاکستان ته پناه وړې ده.

دغو پخوانیو پوځیانو په دې لیک کې ویلي، چې د هغوی اوسنی وضعیت او "د شپې او ورځې بدبختي" د هغو ژمنو د نه عملي کیدلو له امله ده، چې دوی ته ورکړل شوې وې.

په دې لیک کې ویل شوي: نړیواله ټولنه، امریکا او ناټو ژمنه کړې وه، چې د افغانستان خلکو په ځانګړي ډول امنیتي ځواکونو منسوبینو سره به مرسته کوي، خو هغوی پر خپلو ژمنو باندې عمل ونکړ او ترهغې یې، چې ګټو یې غوښتنه کوله د افغانستان خلک او پوځیان یې خپل دوستان او همکاران ګڼل، خو د هغوی د اهدافو پای ته رسیدلو وروسته خلک او پوځيان یې تروریزم ته تسلیم کړل."

په تیرو څه باندې دوو کلنو کې په افغانستان کې د پخواني رژيم د امنیتي منسوبینو سره د طالبانو د ناسم چلند او د هغوی څخه د غج اخیستلو په اړه ډیر راپورونه خپار شوي دي.

سلما ( مستعار نوم) چې دمخه یې د افغان امنیتي ځواکونو په لیکو کې دنده ترسره کوله امریکا غږ ته وویل، چې د پخواني رژیم د ړنګیدو وروسته د افغان ښځینه پوځیانو راتلوونکی ناڅرګند دی.

هغې واک ته د طالبانو د بیا رسیدلو وروسته ددغې ډلې له خوا د اعلان شوې "عمومي عفوې" ته په اشارې وویل، چې د طالبانو ژمنه درواغ وه او اوس پخواني پوځیان د سختو اقتصادي او روحي ستونزو سره لاس او ګریوان دي.

دغې میرمنې وویل: "پخواني پوځیان واقعآ له پامله غورځیدلي دي، په تیرو دوو کلنو کې مونږ پوځیانو د شلو کلنو په اندازه درد، ستونزې، لوږه او بې کورۍ ګاللي دي. پوځیان د طالبانو د واکمنۍ لاندې د اقتصادي او امنیتي ننګونو سره مخ دي او څوک یې اواز نه اوري".

ددغو میرمنو په وینا چې په پخواني رژیم کې یې د افغانستان په امنیتي او دفاعي ځواکونو کې کار کړي اوس د اقتصادي ستونزو سره مخ دي، په داسې حال کې، چې ددغو ښځینه پوځیانو اکثریت یې د خپلو کورنیو لپاره د روزۍ ګټونکې دي.

ملګروملتونو مرستندویه پلاوي دفتر" یوناما" د اګست ۲۲ ( زمري ۳۱) په یو راپور کې ویلي، د ۲۰۲۱ کال د اګست د ۱۵ ورځې څخه د روان ۲۰۲۳ کال د جون تر ۳۰ ورځې پورې طالبانو د "محکمو" له پرېکړو پرته د مخکني حکومت څه باندې ۲۰۰ ملکي او امنیتي کارکوونکي وژلي دي.

د طالبانو حکومت د یوناما دا راپور ردکړی و، خو د شخصي دښمنۍ په بنسټ یې د ځینو غچ اخیستلو پیښې نه وې ردې کړې.

په عین حال کې د افغانستان د پخواني پوځ لوی درستیز هبت الله علیزي د روان لمریز ۱۴۰۲کال د وږي میاشت کې امریکا غږ ته وویل، چې یو پروګرام شته، چې له مخې به یې د افغان پوځ پخواني منسوبین د امنیت د خوندیتوب لپاره له افغانستان څخه بهر په دوو ځایونو کې ځای په ځای شي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG