د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان: پاکستاني پولیسو له ۵۰۰ څخه زیات نورافغان کډوال نیولي


د طالبانو د حکومت د مهاجرینو او ستنیدونکو چارو وزارت وايي، چې په دې وروستیو ورځو کې له ۵۰۰ څخه زیات افغان کډوال د پاکستان په ځینو ښارونو کې پولیسو نیولي او په زندانونو کې یې اچولي دي.

دغه وزارت د چهارشنبې په ورځ سټمبر۱۴ (وږي ۲۳) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي، چې په دغو نیول شویو افغان کډوالو کې د مهاجرت د اسنادو لرونکي او بې اسنادو کډوال شامل دي.

په دې اعلامیه کې د پاکستان د کویټې په ښار کې د طالبانو د سفارت د کډوالو د اتشې له قوله ویلي، چې دا شمیر افغان کډوال په تیرو اوو ورځو کې نیول شوي دي.

په عین وخت کې په دې اعلامیه کې د بلوچستان د ایالت په مرکز کویټه کې ددغې اتشې د هڅو په پایله کې د ۱۲۰ افغان کډوالو چې په پاکستان کې یې د اوسیدلو قانوني اسناد درلودل او د پولیسو له خوا نیول شوي و له زندان څخه د خوشې کیدو خبر ورکړل شوی دی.

دغه وزارت ویلي، چې د نورو نیول شویو افغان کډوالو د خوشې کیدو لپاره هڅې لا هم روانې دي.

ددې دمخه په کراچۍ کې د طالبانو سرقنسل عبدالجبار تخاري خبریالانو ته ویلي و، چې تر درې سووو پورې افغان کډوال د سیند د ایالت په زندانونو کې بندیان دي.

د طالبانو د حکومت د چارواکو د وینا له مخې د روان ۲۰۲۳ کال د لومړیو میاشتو راهیسې د پاکستان له زندانونو څخه د ښځو او ماشومانو په ګډون تراوسه دوه زره ۵۱۶ افغان بندیان خوشې شوي او افغانستان ته استول شوي دي.

د ملګرو ملتونو د مهاجرینو د عالي کمیشنرۍ یواین ایچ سي ار د یو وروستي راپور له مخې د روان کال په لومړیو شپږ میاشتو کې شاوخوا ۳۰۰ افغان کډوال په پاکستان کې نیول شوي و او بیا له هغه هیواد څخه افغانستان ته شړل شوي دي.

د ملګرو ملتونو ددغې ادارې د راپور له مخې د پاکستان څخه په روان ۲۰۲۳ کال کې د شړل شویو افغان کډوالو دا شمیر د تیرکال پرتله زیات دی.

په دغه راپور کې ویل شوي: "د پاکستان څخه شړل شویو کډوالو ویلي، چې د کار او درملنې لپاره پاکستان ته تللي و، خو پاکستاني پولیسو په کراچۍ ، کویټه او د خیبر پشتونخوا د ایالت په ځینو سیمو کې ونیول او د یوې میاشتې څخه تر پنځه میاشتو پورې بند یې تیر کړی دی".

پاکستان د ۲۰۲۲ کال د لومړیو میاشتو په دغه هیواد کې د میشتو افغان کډوالو نیول او زندان کې د اچولو لړۍ چټکه کړې ده او په دغه موده کې یې د پاکستان د پایتخت اسلام اباد په ګډون د سنید په ایالت ځانګړي ډول کراچۍ کې په سلګونو افغانان، چې پاکستان کې یې د اوسیدلو قانوني اسناد نلرل نیولي او ځینې یې په زندان کې د لنډې مودې د تیرولو بیرته خوشې کړي دي.

په دې وروستیو ورځو کې په پاکستان کې د امنیتي پیښو د زیاتیدلو وروسته پاکستاني پولیسو یو ځل بیا په دغه هیواد کې د افغان کډوالو د نیولو بهیر چټک کړی دی.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ سپټمبر۱۴ (وږي ۲۳) په یوه اعلامیه کې ویلي، چې ددغه وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي په کابل کې د پاکستان شارژدافیر عبیدالرحمن نظاماني سره په کتنه کې د نورو مسلو ترڅنګ په پاکستان کې د افغان مهاجرو د نیولو او په کراچۍ ښار کې د افغان سوداګرو د ټرانزیټي اموالو د بندیز په اړه مفصلې خبرې کړي دي.

د روان کال د جون په میاشت د بخښنې نړیوال سازمان په پاکستان کې د افغان کډوالو د وضعیت په اړه په یو راپور کې، چې د جون د میاشتې په ۲۰(جوزا۳۰) خپور شوی په دغه هیواد کې د افغان کډوالو سره د پاکستاني پولیسو په چلند باندې نیوکه کړې وه او ویلي وو، چې پاکستاني پولیسو افغان کډوال په اسلام اباد، کراچۍ، پیښور او کویټې په ښارونو کې نیولي ځورولي او د نیولو وروسته ورڅخه د خوشې کولو په بدل کې پیسې هم اخیستي دي.

د پاکستان حکومت دا تورونه نه مني او وايي، چې په تیرو څه باندې څلورو لسیزو کې یې په خپل هیواد کې میلیونو افغان کډوالو ته هرکلی ویلی او ورته یې د ژوند د تیرولو امکانات برابر کړي دي.

پاکستان وايي لا هم د افغانانو کوربتوب ته په خلاص زړه دوام ورکوي. اوس مهال د درې میلیونو څخه زیات افغان کډوال په دغه هیواد کې د اوسیدانې په قانوني اسنادو او د اسنادو پرته ژوند کوي.

د ملګرو ملتونو د یو راپور له مخې شاوخوا ۶۰۰ زره افغانان د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې په افغانستان کې واک ته د طالبانو د بیا رسیدلو وروسته پاکستان ته کډه شوي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG