د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان یو شمېر پخواني پوځیان په ایران کې په سختو کارونو بوخت دي


عکس: ارشیف
عکس: ارشیف

د افغانستان د ملي امنیت د ځانګړو ځواکونو یو شمېر پخوانيو لوړ پوړو افسرانو چې په ایران کې یې پناه اخیستې، شاقه کارونو ته مخه کړې او وايي له اقتصادي ستونزو سره مخامخ دي.

له دغو افسرانو څخه یو هم ډګروال سید رضا محمدي دی چې اوس د تهران د استوګنې په یو ښارګوټي کې د ساتونکي په توګه کار کوي.

هغه وويل: "د شپې له اتو بجو څخه د سهار تر اتو بجو پورې کار کوم... زه او زما نور همکاران چې په ايران کې ژوند کوو، له اقتصادي ستونزو سره مخ يو. په ايران کې مو سخت کارونه کړي ترڅو خپلو بچو ته نفقه پیدا کړو."

محمدي وايي، د جمهوريت د نظام د سقوط په دویمه ورځ د امنیتي ستونزو له امله ایران ته قاچاقي ولاړ. دی وايي، چې ۱۸ ورځې او شپې یې پر لار تیرې کړې او له ډېرو ستونزو ګاللو وروسته تهران ته ورسېد.

په افغانستان کې د جمهوريت له نسکورېدو او طالبانو له بیاواکمنېدو وروسته یو شمېر افغان پوځیان د هغه څه له کبله چې دوی یې امنیتي ګواښونه بولي، له افغانستان څخه وتښتېدل او د ایران په ګډون ګاونډیو هېوادونو ته یې پناه یوړه.

د ملي امنیت د ځانګړو ځواکونو د مخابراتو او ټکنالوژۍ پخوانی رئیس ډګروال همایون شمس وايي، چې خپلې کورنۍ ته د ډوډۍ پیدا کولو دپاره په یوه فابریکه کې په کار بوخت دی.

نوموړي هغه اوازې بې اساسه وګڼلې چې د ایران حکومت د افغانستان د ځانګړو ځواکونو له پخوانیو سرتیرو څخه د وسیلې په توګه کار اخلي او د سوریې او اوکراین جګړو ته یې لیږي.

د ملي امنیت د عمومي ریاست د ځانګړو قطعاتو پخوانی افسر، ډګروال سید انبیا سادات دا وخت په یو ساختماني شرکت کې کار کوي. هغه وويل: "ددې ترڅنګ د شپون په توګه د يو شمېر پسونو پالنه هم کوم... د خپل ځان او خپلې کورنۍ لپاره د حلال رزق د ترلاسه کولو لپاره کار کوم. "

سادات زیاته کړه: "د کب نهمه د سرتېري ملي ورځ مبارک. متاسفانه هغو سرتېرو چې قربانۍ ورکړې، نن دا پرتمینه ورځ نه شي نمانځلی او په خپل هېواد کې هوسا ژوند نه شي کولای."

د صدیقي په نوم د افغانستان بل پخوانی افسر د پیژندنې د اسنادو د نه لرلو له کبله په یو رستورانت کې له کار څخه له ایستل کېدو وروسته اوس د بوټانو د ګنډلو په یو دوکان کې کار کوي.

هغه وويل: "زه د افغانستان د ملي امنيت د ځانګړو قطعاتو پخوانى افسر يم، اوس په ايران کې اوسېږم. دلته بوټان ګنډم. د افغانستان له سقوط وروسته حالات خراب شول. د ځان او خپلې کورنۍ په خاطر ایران ته راغلم."

یو شمېر پخواني پوځیان چې په افغانستان کې پاتې دي، هم خپل وضعیت ستونزمن او د اندېښنې وړ بولي.

یوه مېرمن چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي، وايي په پوځ کې یې کار کاوه، د جمهوريت له ړنګېدو وروسته له دندې ګوښه شوه او اوسمهال د ژوند له سختیو سره مخامخ ده.

هغې وویل: د افغانستان د خلکو د ازادۍ او هوساینې او د هېواد د ملي ګټو او سولې په خاطر مې د نورو اتلو سرتېرو تر څنګ خپله دنده په ایماندارۍ ترسره کړه. په پوځ کې زیاتره ښځې بې سرپرسته او د خپلې کورنۍ د نفقې ګټونکي وې. زه یوه له هغو بې سرپرسته میرمنو څخه یم چې مېړه مې مخکې له لاسه ورکړی او درې لوڼې لرم چې مسوولیت یې زما پر اوږو دی. په دې ۱۹ میاشتو کې مو آواره ژوند تیر کړ. سرګردانه او له نامعلوم برخلیک سره مخ یو او نړۍ هم هېر کړي یو."

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، حکومت یې هڅه کوي چې د ټولو خلکو بې وزلي او محرومیت له منځه یوسي، پرته له دې چې په نظام کې کار کوي یا یې نه کوي.

هغه امریکا غږ ته وویل: "طبیعي خبره ده چې په ځینو مواردو کې هغه کسان چې د یوې پروسې برخه وي، په ځانګړې توګه په نظامي څانګو کې، د بدلونونو په راتګ سره په کور کښېنول کیږي. دا یو عادي بهیر دی. له همدې امله ممکن ځینو خلکو، چې ښايي مېرمنې هم پکې وي، خپلې دندې له لاسه ورکړي وي. خو دا په دې مانا نه ده، چې چا د دوی غم نه دی خوړلی. په ټوليز ډول خلکو ته د کار روزګار پيدا کولو او بېوزلۍ لمنځه وړلو دپاره هلې ځلې روانې دي."

په داسې حال کې چې د جمهوري نظام یو شمېر پوځیانو په ټولنیزو رسنیو کې د کب نهمه، د سرتېري ملي ورځ، ونمانځله، یو شمېر دغه پوځیان وايي چې د طالبانو له بیاواکمنېدو وروسته یې ځینې همکاران چې په افغانستان کې پاتې وو، نیول شوي او وژل شوي دي. طالبانو پخوا دا ادعاوې رد کړي او په ځینو مواردو کې یې ویلي چې د دا ډول ادعاوو په اړه څیړنې کوي.

XS
SM
MD
LG