د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان پخوانی صدراعظم ونیول شو


د پاکستان پخوانی صدراعظم شاهد خاقان عباسي
د پاکستان پخوانی صدراعظم شاهد خاقان عباسي

په پاکستان کې چارواکي وایي د دغه هېواد یو پخوانی صدراعظم "شاهد خاقان عباسي" د فساد په تور نیول شوی دی.

د پاکستان د فساد ضد ادارې یو چارواکي د فرانسې خبري اژانس ته ویلي دي چې ښاغلی عباسي نیول شوی دی او ښايي نن پنجشنبه (جولاۍ۱۸) او یا سبا محکمې ته حاضر کړل شي. د دغې ادارې یو بل چارواکي هم د هغه نیول تاید کړي دي.

چارواکو لا پر ښاغلي عباسي د لګول شویو تورونو په اړه ډېر معلومات نه دي خپاره دي.

شاهد خاقان عباسي د مسلم لیګ نواز د ګوند غړی دی او داسې ویل کیږي چې څه موده مخکې په کور کې نظر بند شوی هم و. په خپله نواز شریف هم د فساد په تور په اوو کلونو بند محکوم شوی دی.

په همدې حال کې د نواز شریف لور مریم نواز په خپل ټویټر کې لیکلي دي چې یو بل منتخب صدراعظم هم ونیول شو. هغې لیکلي دي"هر هغه څوک چې په رایو باندې واک ته رسیږي، له همداسې بې قانونۍ، بې عزتۍ او ناعدالتۍ سره مخامخیږي."

د پاکستان د اوسني حکومت چارواکي وایي چې فساد دغه هېواد خورا ځپلی دی. عمران خان چې تېرکال یې ټاکنې وګټلې، د فساد پر ضد د قوي مبارزې ژمنه یې کړې وه.

په پاکستان کې ځینې کارپوهان وايي چې پر لومړي وزیر عمران خان د اقتصادي بحران له کبله سختې نیوکې دي او هغه هڅه کوي چې د خپلو اسلافو او مخکنیو چارواکو په نیولو باندې د پاکستان د اقتصادي رکود پړه هم پر همدغو مخکنیو او پخوانیو چارواکو واچوي.

XS
SM
MD
LG