د لاس رسي وړ اتصالات

عمران خان: په ما باندې د برید په اړه د دولتي تحقیقاتو هرکلی کوم 


د پاکستان پخوانی صدراعظم عمران خان د لاهور په یو روغتون کې
د پاکستان پخوانی صدراعظم عمران خان د لاهور په یو روغتون کې

د پاکستان پخواني صدراعظم عمران خان د یکشنبې په ورځ نومبر شپږمه (لړم ۱۵) وویل چې هغه د حکومت د هغه وړاندیز هرکلی کوي چې په هغه باندې د پنجشنبې د ورځې د برید په اړه د تحقیقاتو یو قضایي کمیسیون جوړ کړي.

خان دا څرګندونې د لاهور په ښار کې له یو روغتون څخه په یو ویدیویي پیغام کې وکړې چې په ټولنیزو رسنیو کې په ژوندۍ بڼه خپریده. هغه چې درې ورځې دمخه په یوه لاریون کې په یو وسله وال برید کې ټپي شوی د لاهور په روغتون کې تر درملنې لاندې دی.

د پاکستان پخواني صدراعظم په هیواد کې مخکې له وخته انتخاباتو د ترسره کېدو په هدف له لاهور څخه د اسلام آباد په لور لاریون پیل کړې و، چې دا لاریون د پنجشنبې د ورځې په برید کې ګډوډ شو. هغه وویل چې لاریون به د سه شنبې په ورځ بیا پیل شي، خو د ټپونو له امله به په فزیکي توګه په کې حضور ونلري.


ټاکل شوې چې د پاکستان د بهرنیو چارو پخوانی وزیر شاه محمود قریشي به راتلونکې اونۍ په پنجاب ایالت کې د مظاهرو مشري وکړي.

عمران خان چې د اپریل په میاشت کې د پارلمان د رایه اچونې په نتیجه کې له دندې ګوښه کړای شو، وویل چې هغه به ۱۰ یا ۱۴ ورځې وروسته په راولپنډۍ کې له خپلو لاریون کوونکو سره یوځای شي. خو په دې بهیر کې به هره ورځ له دوی سره د ویډیو کنفرانس له لارې خبرې کوي.

د خان په مشرۍ لاريونونه د تېرې مياشتې په وروستيو کې په لاهور ښار کې پيل شول، خو پر هغه تر بريد وروسته په اوومه ورځ ودرېدل.

عمران خان د پاکستان اوسنی صدراعظم شهباز شریف، د کورنیو چارو وزیر رانا ثناالله او د پاکستان د پوځ د استخباراتو یو مشر فیصل نصیر د هغه د وژنې په پلانولو تورن کړل. خو نوموړي په دې اړه کوم سند نه دی وړاندې کړی.

د پاکستان پوځ او حکومت دغه تورونه رد کړي دي.

XS
SM
MD
LG