د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان پخوانی صدراعظم ظفرالله جمالي خان مړ شو


میر ظفرالله خان جمالي د ۷۶ کالونو په عمر مړ شو.
میر ظفرالله خان جمالي د ۷۶ کالونو په عمر مړ شو.

د پاکستان پخوانی صدراعظم ظفرالله خان جمالي د چارشنبې په ورځ، ډسمبر ۲ (لیندۍ۱۲) د راولپنډۍ ښار سره نږدې په یو روغتون کې مړ شوی.

د ښاغلي جمالي زوی میر محمد خان جمالي ویلي یې په پلار یې څه موده وړاندې د زړه حمله راغلې وه .

ظفرالله خان جمالي په ۲۰۰۲ کال کې وروسته تر هغه د پاکستان صدراعظم وټاکل شو چې پوځي دیکتاتور جنرال پرویز مشرف په ۱۹۹۹ کال کې د پارلمانيانتخاباتو نه وړاندې کودتا وکړله او واک یې په لاس کې واخیست.

جمالي د پاکستان په تاریخ کې لومړنی او یوازینی صدراعظم و چې د بلوچستان ایالت و.

د پاکستان دغه صدراعظم د ټاکل کیدو نه ۲ کاله وروسته په ۲۰۰۴ کال کې د ګوند د رهبرانو او پخپله د پرویز مشرف سره د اختلافاتو د پیدا کیدو نه وروسته د صدراعظمې د مقام نه استعفا وکړله او پر ځای یې تر ۲۰۰۸ کاله پورې شوکت عزیز د پاکستان صدراعظم وټاکل شو.

د پاکستان اوسني صدراعظم عمران خان د ښاغلي جمالي په مړینه خفګان ښودلی او د هغه د کورنۍ سره یې غمرازي څرګنده کړې.

ټاکل شوې د پاکستان دا پخوانی صدراعظم سبا د پنجشنبې په ورځ پخپل آبایي کلي روجهان جمالي کې خاورو ته وسپارل شي.

XS
SM
MD
LG